محمد سهیل شاهین

سهیل شاهین: روسیې، ایران او چین زمونږ د موقف ملاتړ وکړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دوی د چین هیواد په رسمي بلنه هلته سفر وکړ او د افغان سولې په اړه یې هغوی ته خپل موقف روښانه کړ.

نوموړي وویل چې د مذاکراتو ځنډېدلو وروسته روسیې، ایران او چین هیواد دوی ته بلنه ورکړه او دوی هم له دغه مناسبت څخه په فرصت د سولې ځنډېدلیو مذاکراتو په اړه هغوی ته معلومات ورکړل، او د هغوی ملاتړ یې تر لاسه کړ.

چین هیواد ته د طالبانو د نهه کسیز پلاوي مشري ملابرادر اخند کوي.

 

ددې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره چین ته د ملا برادر اخند د سفر پخلی وکړ او وې ویل چې دواړه لورې به په دغه سفر کې «د افغانستان څخه د امریکايي اشغال د خاتمې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو او همدا ډول په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټيکاو په رابطه خبرې او بحثونه» وکړي.

څه موده مخکې نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې ویلي وه چې طالبان به د سیاسي پروسې د ځنډېدو وروسته د سیمې هیوادونو ته سفرونه وکړي تر څو د هغوی سره د سلا مشورو تر څنګ له خپله اړخه اطمینان وکړي چې اوس هم پر سیاسي پروسې باور لري او د تل په شان بیا هم د جګړې د اصلي اړخ امریکایانو سره د مذاکراتو لپاره چمتو دي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې طالبان نه یوازي د سفرونو له لاري د افغانستان د سولې په پروسه کې د دخیلو هیوادونو سره سلا مشورې کوي، بلکې د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې يې هم ملاقاتونو ته ادامه ورکړې او په تیرو ورځو کې يې د ملګرو ملتونو او اروپايي هیوادونو په شمول د ځینو نورو جهتونو سره مهم او په لوړه کچه ملاقاتونه کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

الله مو حافظ او ناصر شه

عبدالله
میلمه
عبدالله

دی کی شک نسته چی ولس د سور لشک په مقابل کی جهاد وکر او غرب خصوصا امریکا په دی کی مخکش رول درلود خو مجاهدین مشران او اکثریت تابعین یی داسی د خپل ملک د بربادی لپاره استعمال شول چی نمونه یی په جهان کی کم لیدل کیزی. اوس هم هغه ته ورته کیسه ده، د روس چین … په کومک به امریکا دلته زپل کیزی او د سونگ توکی به افغانان وی، زکه په موژ کی خو د معنویاتو په لحاظ سری او کلی کمی دی چی دا درک کری او خپلو کی سره صلحه وکی هر یو… نور لوستل »