نيويارک: عمران خان او خلیلزاد پر افغان سوله غږېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نيويارک ته تللی او هلته يې د زلمي خلیلزاد سربېره يو شمېر امريکايي چارواکو سره ليدنې پيل کړي دي.

له عمران خان سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سربېره نور يو شمېر نور چارواکي ملګري دي.

شاه محمود قريشي په نيويارک کې رسنيو ته وويل، لومړي وزير عمران خان د افغانستان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې درېدلو خبرو د بيا پيلېدو په اړتيا او امکاناتو خبرې وکړې.

امريکا ته له روانېدو وړاندې هم عمران خان خبريالانو ته ويلي و، چې دی به د امریکا له ولسمشر سره د ليدو پر مهال د افغانستان سولې خبرو په اړتيا خبرې وکړي او هڅه به وکړي، چې ټرمپ د سولې خبرو بيا پيلېدو ته قانع کړي.

عمران خان وايي، د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د ګډون سربېره له امریکايي چارواکو خبرو اساسي اجنډا يې د امریکا او طالبانو د خبرو بيا پيلول او همدارنګه د کشمير موضوع راپورته کول دي.

عمران خان په نيويارک کې د کشمير له استازو سره په خبرو کې ويلي، چې دی د کشمير سفير دی، د کشميريانو د حقونو او د هند د ظلمونو په اړه به د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وينا سربېره د امريکا ولسمشر، کانګريس غړو او نورو چارواکو سره وغږېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د