اشرف غني یوه سلاکار ته درې میلیونه افغانۍ معاش ټاکلی وو

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په ټولنیزو رسنیو باندې یو لاس په لاس کېدونکی مکتوب ښيي، چې د ګډ حکومت مشر د صنایعو او سوداګرۍ په وزارت کې یوه بهرني سلاکار ته ۴۱ زره امریکایي ډالر میاشتنی معاش ټاکلی وو.

یاد سلاکار چې په مکتوب کې یې نوم «ډاکټر پلاسا» یاد شوی، د جرمني اوسېدونکی دی او معاش یې د مالیې وزارت له لوري تائید شوی هم دي.

د مکتوب په اساس، نوموړي ته ۴۱۲۵۰ امریکايي ډالر میاشتنی معاش ټاکل شوی، چې له کابو ۳ میلیونه افغانیو سره معادل دی.

په ټولنیزو رسنیو باندې ددې مکتوب له خپرېدلو سره سم ګڼ غبرګونونه راپارېدلي، د کابل یوه اوسېدونکي طلوع نیوز ته ویلي « موږ هره ورځ بهرنیو هیوادونو ته د فقر لاسونه غځوو؛ خو ولسمشر مو یو بهرنی سلاکار په درې میلیونه افغانیو میاشتني معاش باندې ټاکي».

ارګ ددې نیوکو په ځواب کې ویلي، چې یاد سلاکار اوس له دوی سره دنده نه لري او کال وړاندې له دندې لیرې شوی.

د ارګ ویاند «شاه حسین مرتضوي» وايي، چې ډاکټر پلاسا هغه مهال له دوی سره د سلاکار دنده درلوده، چې د کارکوونکو معاشونه د بهرنیانو له لوري ورکول کېدل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هدی
میلمه
هدی

خود کُش بیګانه پرستي ده …. زموږ ډاکټران او انجینران چي بهرنیو هیوادونو ته ولاړ سي، هلته د هغو تشنابونه ور منځي. او په دننه هیواد کي کله چي څوک له ماسټري څخه فارغ سي په کلونو کلونو بې کاره او بې روزګاره ګرځي. د پنځو زرو معاشو دنده نه ور پیدا کیږي او دوی د هغو یو بې سواده جاسوس ته د درې میلیونو په شاوخوا کي معاش ورکوي؟!

جميل
میلمه
جميل

ويی پلټی ، د رولا غنی کوم خپل او شناخته خو به نه وی