election votes-counting

ګارډين: په ټاکنو کې ګډون کول به د خلګو لپاره ډېر ستونزمن وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې؛ څارونکي وايي، په دې ټاکنو کې ګډون به ډېر ستونزمن وي او ښایي رایه ورکوونکو ته د سر په بیه تمام شي.

د ګارډين ورځپاڼې د راپور په اساس « ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې؛ خو داسې ښکاري، چې په شته امنیتي وضعیت  به رایه ورکوونکو ته زیاته ستونزمنه وي، چې هغوی د رایو تر مرکزونو ولاړ شي».

مطلب وړاندې زیاتوي « نا امني، فساد او د ټاکنو په برخه کې د طالبانو ګواښ هغه څه دي، چې په ټاکنو کې د خلګو ګډون پیکه کوي».

څارونکي داسې مهال په راتلونکو ټاکنو کې د خلګو ګډون ته اندېښمن دي، چې د ټاکنو پيل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې؛ خو لا هم یوه زیاته برخه ټاکنیز مرکزونه د نا امنۍ او امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي او د پاتې امنیتي مرکزونو لپاره سل زره نور امنیتي عسکر استخدام شوي.

بل لور ته ټاکنو ته نا بشپړ تیاری او د ټاکنو په کمېسیون کې قومي او ژبني اختلافونه هغه څه دي، چې ښايي په ټاکنو کې ستر فساد ته لاره هواره کړي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د