
د سر درد ګولۍ خوړلو یو خطرناک زیان
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸ل): د سردرد ګولۍ چې په طبي اصطلاح ورته «اسپرین» ویل کیږي، په ژوند کې زیات استعمالیدونکی درمل ګڼل شوی چې د سر درد له منځه تلو سربېره په راتلونکي کې د زړه حملې مخنیوي لپاره هم کارول کیږي.
پوهان وایي چې د سر درد ګولۍ بېځایه استعمال مو په خطرناکه او مزمنه ناروغۍ اخته کولای شي.
د راپورونو له مخې هغه څوک چې د سر درد ګولۍ زیاتې کاروي دوی ته د ګټې پرځای زیان رسوي، ځکه چې دا په بدن کې د وینې بهیدو (Internal bleeding) ګواښ څو چنده زیاتوي، چې د زړه حملې څخه هم خطرناکه ثابتیدلای شي.
داخلي وینه بهېدل داسې ناروغي ده چې له ورایه نه لیدل کیږي خو د بدن په داخل کې په عام ډول وینه راټولیږي او بېځایه حرکت پېلوي، د اسپرین ګولۍ خوړلو سره په دماغو کې وینه بهیږي چې له کبله یې دماغو ته صدمه رسیږي.
د انګلستان په یوه څیړنیز مرکز کې د ۱۶۰زره کسانو معلوماتو طبي معاینه ترسره شوه، دوی وموندله هغه کسان چې په منځني عمر کې وو، د سر درد له منځه تلو او د زړه حملې وار له مخه مخنیوي لپاره یې په مسلسل ډول د اسپرین ګولۍ استعمال کړي زیاتره یې د بدن په داخل کې د وینې بهیدو له ګواښ سره مخ وو.
که څه هم د سر درد ګولۍ خوړلو سره د زړه حملې او فالج ګواښ ۱۱سلنه کمیږي خو په دې سره په بدن کې د وینې بهیدو ناروغي ۴۳سلنه زیاتیږي.
د څیړنیز ټیم مشر ډاکټر «سین ژینګ» ویلي، چې مونږ د څومره کسانو د معلوماتو شننه وکړه له هر ۲۱۰ کسانو څخه کومو چې په روزمره ډول د اسپرین ګولۍ استعمال کړی یو یې په بدن کې د وینې بهیدنې پر ناروغۍ اخته و.
د نوموړي په وینا، څوک چې سالمه روغتیا ولري د اسپرین ګولۍ بېځایه استعمال څخه دې ځان وژغوري، هغه لامل دې درک کړل شي د کوم له کبله چې سر دردي رامنځته کیږي، ځکه چې د اسپرین ګولۍ ګټې څخه په راتلونکي کې زیان زیات پېښیدلای شي.