نړۍ

په اسلام اباد کې چاودني ۶ کسه ژوبل کړي دي

peshawar-blastنن ټکی آسیا: د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د سړک د غاړي په یوه چاودنه کې شپږ کسه ټپیان شوي دي.

چاودنه د ښار څخه په لیږ وتلي کلي مالپور کي شوې، او په اړه يې د پولیسو یو جګ پوړي چارواکې ویلي چي کیدای شي د یو داسي چاودیدونکو توکو له امله را منځته شوې وې چي ډیر پخوا د کچرا غورځولو په یو ځای کې ښخ کړه شوې وه.

ویل کیږي چي په چاودنه کې پر موټر سایکل سپاره دوه کسه، د ۴ نورو په شمول ټپيان شوي دي، چي روغتون ته رسول شوي دي.

امنیتي چارواکي د چاودني ځای ته رسیدلی او دهغه ځایه څخه يې ځیني شواهد را ټول کړي، او ګمان کیږي چي دا چاودنه به کیدای سي د یو لاسي بم له وجي را منځته شوې وې.

تر اوسه د چاودني هدف نه دی معلوم شوی، خو ویل کیږي چي په دغه سیمه کې ځیني سیاستمدارانو کورونه او حکومتي دفترونه وجود لری.

د یادوني وړده چي تیره ورځ د پيښور په ښار کې دوو پرلپسې چاودنه تر ۱۵۰ شاوخوا خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x