عبدالله: اشرف غني پر ډيورنډ کرښه له پاکستان سره معامله کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ويلي، د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني د ډيورنډ پر سر له پاکستان سره معامه کړې ده.

عبدالله تېره ورځ ننګرهار کې د خپلې کمپاني غونډې پر مهال پر اشرف غني تور لګولی و، چې د تورخم دروازې په اړه يې د حکومت په کچه هم مشوره نه ده کړې او تورخم يې له پاکستان سره د سرحد په توګه منلی دی.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره چهارشنبه د پاکستان صدر اعظم عمران خان د تورخم دروازې ۲۴ ساعته فعاليت پرانيسته وکړه او د پاکستان حکومت له لوري چمتو شوې لوحه «بنر» کې تورخم پوله ياده شوې وه.

له عمران خان سره د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستغونډه کې د پاکستاني چارواکو سربېره د ګډ حکومت د سوداګرۍ وزير يما ياري او د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په شمول يو شمېر نور چارواکي هم ملګري وو.

تېره پنجشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت وزارت ويلي، تورخم هېڅکله د رسمي سرحد په توګه نه پيژني، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان چارواکو څرګندونې رد کړې وې او هغه يې غیر مسؤولانه بللي دي.

پاکستان وايي، ډيورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نړيواله کچه منل شوی سرحد دی.

اګر که د ګډ حکومت مشر په خپلو تلويزوني مرکو کې هغه تورونه رد کړي، چې ډيورنډ په اړه يې له پاکستان سره معامله کړې، خو تر اوسه يې د ډيورنډ په اوږدو کې د پاکستان له لوري د ازغن تار لګولو پر وړاندې هم ګوم غبرګون نه دی ښودلی او نه يې هم د مخنيوي هڅه کړې ده.

د ګډ حکومت په لومړيو فاروق وردګ وويل، چې اشرف غني ډيورنډ پر سر معامله کړې او اويا ميليونه ډالر يې اخيستې دي، خو حکومت پر ځای د دې، چې له هغه سپيناوی وغواړي، نوموړي ته يې د پارلماني چارو وزارت ورکړ او خوله يې پټه شوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

دا خبری کوم ځای نه نیسی. طالبانو غوندی غلامان د پنجابیانو ندی. خپل غم کوی چی سوله موله مو هم ځای ته و نرسیده. ما خو ویل چی په والله که دا وړی شړی کړی خو تاسو نه راسره منله.