په کومو سترګو انتخاباتو کې ګډون کوئ؟

فرهاد انقیادي

‏که څوک ضمیر ولري نو دې انتخاباتي غونډو او انتخاباتو کې به هیڅ کله شرکت ونکړي، ولي چې مونږ ولیدل په تیرو پنځو کلونو کې هیڅ داسي وحشت او بربریت نه دی سپمول شوی چې زموږ د مظلوم ولس سره نه دي نه وي شوی.

څه چې کیدل هغه خو ټول وشول، ماشومان یي راته شهیدان کړل؛ خویندي او میندي یې راته په سرو وینو ولمبولې؛ کورونه مکتبونه او مدرسې یې را ړنګ کړل؛ وروڼه یې راته د ابد په خوب ویده کړل؛ پر ولسونو یې د بمونو میندي او هر ډول کلاسټر او فاسفورس بمونه راته وازمویل؛ جایدادونه او شتمنۍ یې د اور خوراک او لولپه کړې علماء، مخوري څیرې او قومي مشران یې راته بې پته کړل. آخر کوم داسي ظلم او وحشت لا پاتي دی چې هغه یې نه دی ترسره کړی.

ملت باید په دې پوه شي چې که مونږ په انتخاباتو کې چاته رایه ورکړو نو دا به زمونږ د هغوی سره په ‏ټولو جرمونو وحشتونو، ناروا او بشر ضد کړنو کې د شرکت او د خپل ولس په وژنو، ترور او ربړونو کې د برابر سهیم کېدلو په مانا وي.

که هغوی هر څه ترسره کوي نو مونږ به هم ورسره په مستقیم ډول ونډه ورسره لرو. د ملت په وینو تجارت او مزې او چړچې به دوی کوي خو حساب به یې زمونږ سره کیږي او دوی ته  د رایي ورکولو له امله به  مونږ هم په دنیا کې خوار  او هم به مو د آخرت پیټی په سر وي.

نو ‏راشئ چې لږ فکر وکړو او د یو ساعت لپاره خپل ګریوان ته سر ټیټ کړو چې آیا موږ دې دومره دروندو مسؤلیتونو ته ځواب ویلای شو او کنه؟ د بندګانو پر وړاندې به هم د دې هر څه ځواب ورکونکي یو او د الله جل جلاله په حضور کې به هم ځواب ده یو.  فمر وکړئ چې دا دومره لوی بوج د بل چا لپاره پر ځان وړل هیڅ د عقلمند سړي کار نه دی. دا زمونږ د ضمیر او احساس خبره ده، طالب که مونږ ته څه وایي او که نه، ولي یوازي طالب مسلمان د او یوازي دا طالب د افغانستان دی چې په مسلمانانو او افغانانو یې زړه خوږیږي.

مګر حقیقت دادی چې مونږ مړه شوي یو او د احساس په نامه کوم څه مونږ کې نشته.  آخر مونږ ته څه راپیښه ده چې دا دومره ستر ستر وحشتونه دې اجیر حکومت راسره وکړل تر داسي چې یو ځای او یو نفر مو خوندي پاتي نشو، خو پر هغه برسیره هم مونږ ولاړیږو اور رایه ‏ورکوو. د رایي مطلب خو دادی دا زه شاهدي ورکوم چي دا سړی سم مسلمان او د مسلمانانو او وطن خیر خوا دی او زه اوس رایه ورکوم چې په مټ یې دی اسلام او دې ملت ته خدمت وکړي.

تاسي اوس په دې موجوده حکومتي نظام کي کوم داسي کس وینئ چې اسلام او وطن دواړو ته وفادار وي؟ هو! ښکاره خبره ده چي ځواب یې منفي دی. یعني دومره څوک مونږ په دې حکومت کې نه لرو چې موږ پرې باور وکړو او له هیڅ یو حکومتي کس څخه د نیکۍ او ښیګڼي هیله نه لرو نو بیا په کوم ضمیر او په کومو سترګو موږ ورځو او رایه ورکوو؟؟! لږ په ویښ دماغ فکر پکار دی چې د چا لپاره کمپائن او د څه شي لپاره لګیا یو او څنګه رایه ورکوو؟! که مو چیري ضمیر دا اجازه درکړه چي ونيسه ځوانه رایه ورکړه نو بیا خو د هیڅ چا په خبره نه راګرځې، ورځه او رایه ورکوه او که دي ضمیر او زړه درته وایي چې پام کوه چې دا کار ونکړي خو ته بیا هم ولاړ یې، کمپائن چلوي او رایي ور کوي نو دا به بیا د خپل ضمیر پر وړاندې هم ګونګ او بې ځواب پاتي وي، د الله په حضور کې خو یې ځواب ویل د دوهمي مرحلې خبره ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

فرهاد وروره ، تاسو خو په ډير ښه انداز ورته ليکلی .
هغه چی کمپاين چلوی هغه خو ګرسره ضمير نلری او هغه چی رای ورکوی هغه هم هغوی غوندی دی ، په اصل کی د دوی دښمنی د خپل خالق سره ده ، دوی تر اسلامی نظام په کفری نظام ډير خوښ دی ، دوی ړانده ، کاڼه او ګنګيان دی ، الله تعالی دی هدايت کړی کنه تاترين دوږخ دی ځای شی .

عبدالله
میلمه
عبدالله

د معتصم اغاجان او د ملگرو په اره یی سه وایی البته داسلام له نظره نه ستا؟؟؟؟