ملا برادر اخند: موږ اوس هم د افغانستان کشالې سوله ييز حل ته ژمن يو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي، دوی اوس هم د افغانستان کشالې سياسي حل ته ژمن دي او د سولې په اړه يې په دريځ کې بدلون نه دی راغلی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو پلاوي چين ته د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د سولې په اړتيا خبرې کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، ملا برادر اخند چينايي چارواکو ته وويل، د سولې په اړه دوی اوس هم پر خپل پخواني دريځ ولاړ دي او بدلون په کې نه دی راغلی.

ملا برادر اخند زياته کړې، که امریکا د تړون له لاسليکولو نه وای په شا شوې، اوس به د روانې جګړې بهرنی بعد حل شوی وای او بین الافغاني مذاکرات به پيل شوي وای.

د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملامت کړی، چې د سولې نهايي شوې خبرې يې لغوه کړې او که امریکا له طالبانو سره د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې بېرته پيل نه کړي، په افغانستان کې د ټولو جګړو، ناخوالو او وينې توېدو پړه به هم د امریکا پر غاړه وي.

د امریکا له لوري د سولې خبرو له لغوه کولو وروسته طالبانو يو ځل بيا د سيمې هېوادونو ته خپل سفرونه زيات کړي او ټينګار کوي، چې امریکا بايد د سولې خبرو ته بېرته راوګرځي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال او سر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، د امریکا ولسمشر دا بهانه کوي، چې طالبانو يو امریکايي عسکر وژلی؛ ځکه يې ورسره خبرې لغوه کړي، په داسې حال کې، ټرمپ په خپله وايي، په تېرو څو ورځو کې يې له زرو ډېر طالبان  وژلي دي.

د ستانکزي په وينا که امریکا د زرو طالبانو د وژلو خبره کوي، طالبان هم کولی شي، امریکايي عسکر ووژني.

ښاغلی ستانکزی وايي، امریکا او متحدينو يې جګړې او بمبارۍ نه دي درولوي او بالمقابل له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، چې داسې غوښتنه هېڅکله د منلو وړ نه ده.

طالبان ټيګار کوي، که له امریکا سره تړون وشي، تر هغه وروسته به بين الافغاني خبرې پيل او اوربند ته لاره هواره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

څنګه چی طالبانو کرامو په جګړه کی امريکی ته ماته ورکړی همداسی يی په سياست او خبرو کی هم ماته ورکړیده .
اوس به هم ځنی جاهلين همدا وايی چی طالبان په سياست نه پوهيږی پدی چی دويته سياست په درواغ ويلو کی نغښتی دی او طالبان درواغ نه وای ، دا جاهله منافق پدی نشی پوهيدلای چی اسلام پخپله ډير ښه سياست لری او علما په سياست کی څوک نشی تيرايستلای .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حمیل صاحب ! تاسی ډیر ښه ټکی ته ګوټه نیولی او هغه دا چه تماسی وایاست سیاست د اسلام مهمه برخه ده. هو همداسی ده په دی اړه څو کاله دمخه مونږ د [[ اسلام سیاست او کفر فتنه ده ]] تر عنوان لاندی یوه لیکنه هم لیکلی وه او همدی نن ټکیانډول اسیا کی نشر شوی وه، که مراجعه ورته وکړی یو ځل بیا یی ولولی په معلومات کی به مو تنوع او زیاتوالی راشی . د سیاست تعریف : د یوی ټولنی مثبت بدلون او برمختګ ته سیاست ویل کیږی لغوی معنی یی د یو ناګویه حیوان ګوی… نور لوستل »