افغانستان او بنګلدیش سبا د درې اړخیزه سیریز پایلوبه کې مخ کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به سبا د سه شنبې په ورځ په ۲۴ ستمبر د کوربه بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د درې اړخیزه سیریز په پایلوبه کې مخ کیږي.

افغان لوبډلې د یاد سیریز په څلورو لوبو کې دوه ګټلي خو په دوو کې یې ماتې خوړلې دی، خو بلخوا بنګلدیش لوبډلې په یوه لوبه کې ماتې خوړلې ده.

د افغان لوبډلې مشر راشد خان په وړمه ورځ د بنګلدیش پر وړاندې سیالۍ کې ټپي شو، که څه هم نوموړی هغه مهال توپ اچونې ته ښکته شو خو افغان لوبډله تر دې دمه د نوموړي په انتخاب کې شکمنه ده.

د درې اړخیزه سیریز سیالیو په لړ کې هرې لوبډلې د بلې پر وړاندې دوه دوه سیالۍ ترسره کړې، افغانستان بنګلدیش او زمبابوې ته یوه سیالۍ کې ماتې ورکړه خو په بله کې یې ترې ماتې وخوړه. زمبابوې لوبډلې یوازې یوه بریا خپله کړه خو بنګلدیش لوبډلې بیا یوه ماتې د افغان لوبډلې په لاس خوړلې ده.

د افغانستان لوبډلې لپاره په دې سیریز کې تر دې دمه ستونزه د بشپړ چټک توپ اچونکي نه درلودل، او د منځني توپوهونکو ناکامې ده، چې له کبله یې دوه ماتې وخوړلې.

تمه کیږي په راتلونکې سیالۍ کې به له ګلبدین نائب او کریم جنت څخه یو لوبغاړی لوبول کیږي، دوه چټک توپ اچونکي او د نجیب ترکي پرځای به شفیق الله شفق ته چانس ورکول کیږي.

د یادونې ده چې د درې اړخیزه سیریز څخه وړاندې افغان لوبډلې په یوازیني ټيسټ لوبه کې بنګلدیش ته ستره تاریخي ماتې ورکړې وه.

https://twitter.com/ICC/status/1176073728964407296?s=20

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د