هلمند؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

لحد ته شهيدان پر اوږو بار وړمه هلمنده!
ماشومې جنازې قطار قطار وړمه هلمنده!

له پاسه پرې وريت شوي بشرونه ؤډل شوي
دا ځکه هر يو کټ قرار قرار وړمه هلمنده!

نکرېزو باندې ما، په وينو دوی راته سورکي کړل
لاسونه زخم، زخم تر بادار وړمه هلمنده!

ماشوم يمه، د مور له جنتي غېږي بېلېږم
وجود کې مې سکروټې او انګار وړمه هلمنده!

نو څنګه به مې زړۀ باندې دردونه نۀ را اوري؟
چې قبر ته په خپلو لاسو يار وړمه هلمنده!

لتا نه دي بېخي د شفاعت ژوندون قربان شي
په مينه دي ځواني غېږ ته د دار وړمه هلمنده!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د