نظــر

د نکریزو شپه او د اشرف غني چاپه

خالد افغان زوی

په لوی کندهار او شاوخوا ولایاتو کې رواج دی چې د واده مراسم د نکریزو په شپه پیلیږي. د ناوې له راوړلو یوه شپه وړاندې د زوم د کورنۍ لخوا عموما د شپې مهال نکریزې د ناوې کور ته وړل کیږي. نکریزي په ځانګړي طرز او سلیقې سره تیاریږي. د برکت لپاره په کې شمعې بلوي او بیا د نجونو، پیغلو او د زوم د کورنۍ د ښځو او نارینه وو لخوا په موټرو کې ماښام مهال د ناوې کور ته وړل کیږي. د نکریزو شپه په ځانګړې خوشالۍ لمانځل کیږي. په همدې شپه د زوم کورنۍ ناوې ته د واده کمیس هم وروړي. دا په واده کې تر ټولو د خوشالۍ او هیجان شپه ګڼل کیږي، نجونې دریا غږوي او سندرې بولي.

تېره شپه ( د سبتمبر په ۲۳مه نیټه) د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په کونجک سیمه کې د یوې کورنۍ لخوا د واده مراسم لمانځل کیدل او د زوم د کورنۍ ښځې او نارینه د نکریزو د وړلو لپاره د ناوې د کور پر خوا روان ول. په همدې حال کې د اشرف غني د صفر ۳ قطعې قاتلان د څرخکو په واسطه په سیمه کې پیاده شول، لومړی یې په کلي کې څلور پنځه کورونه له میشتو نارینه وو، ښځو او ماشومانو سره تباه کړل او د کورنیو غړي یې له یوې مخې په قتل ورسول. ورپسې چې په همدې سیمه د واده د نکریزو د شپې موټران راغلل. د صفر درې قطعې عسکرو ورته تیار کمین نیولی و چې ناڅاپه یې ورباندې د درنو او سپکو وسلو برید وکړ. د نکریزو د شپې نجونې، پيغلې، ځوانان او مشران یې ټول د واده په کالیو کې په شهادت ورسول. د پیښې انځورونه ښيي چې د شهیدو نجونو په لاسونو او پښو لا هم دنکریزو تازه رنګ ځلیږي. د نجونو دریا ګانې یو خوا بله خوا پرتې دي. معصوم هلکان او نجونې چې د واده ښایستوکي کالي یې په تن دي په خپلو وینو کې شټیدلي د شهادت په خوب ویده دي.

د پیښې له ځای نه کره معلومات وایي چې د اشرف غني قاتلانو ۸۰ کلیوال چې اکثره یې د نکریزو د شپې نجونې، هلکان او ښځې دې شهیدان کړي دي. د موسی کلا داوسیدونکو له قوله په دې سیمه کې حتی شوروي یرغلګرو هم دومره وحشت او ځناورتوب نه و کړی. په پیښه کې لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي چې د هلمند د مرکز شفاخانو ته انتقال شوي دي.

د موسی کلا پیښه د هغو قتل عام نوې حادثه ده چې له تېر یو کال راهیسې د اشر ف غني، اسدالله خالد او امرالله صالح په مستقیمه قومنده پيل شوی دی. په دې قتل عام کې امریکایي او داخلي عسکر دواړه برخه لري، همدا تیره شپه که په هلمند کې د واده شپه په ډلییز قتل عام بدله شوې ده د غزني په شلګر کې د کمال خیلو بازار چې تر پنځوس زیاته دوکانونه یي درلودل د اشرف غني د درندګانو لخوا په مکمل ډول سوځول شوی دی.

هیڅوک نه پوهیږي چې د دې پيښو علت او مقصد څه دی، اما یوه خبره روښانه ده چې اشرف غنی، اسدالله خالد او نور پلویان یې په داسې کارونو یوازې خپلې جرمي دوسیې درنوي. افغانان چې په انتقام اخیستلو کې نړیوال او تاریخي شهرت لري هیڅکله به د غرب د ګوډاګیانو دغه جنایت ونه بښي. کیدای شي دوی مرګونه وکړي. مګر هغه ورځ هم لرې نه ده چې اشرف غني د ډاکټر نجیب په شان د ملت د انتقام منګولو ته ولویږي، په مرمیو غلبیل او بیا د اریانا څلور لارې په پایې راځوړند شي.

فانتظروا انا منتظرون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

وایی مه کوه په چا، چی وبه شی په تا. طالبانو داسی ډیر د نکریزو شپی په د غم په شپو اړه ولی دي.

جميل

آفرين اجمل خانه ډير لږ به وی داسی انسانان چی د دی وړو او ښځو چی د واده په کاليو کی په وينو کی لت پت په ډير بد حالت کی پراته دی تاسوغوندی خوند واخلی ، د خوښی او خوشحالی اظهار وکړی او زړه يی لا نه وی په يخ شوی ، دیته وايی انسانی عاطفه ، ايمان او هيواد خو لا پريږده . لعنت دی وی د پاک الله(ج) ، د ملائيکو او د ټولو انسانانو پر هغو چی د دی نازکو موئمنو پر داسی بيرحمه وژنی خوښی کوی او الله تعالی دی دا خلګ د هغو ظالمانو… نور لوستل »

غوربندي

د نن د چلوونکو د پام وړ:

اجمل او غمي و امثالهم د تبصرو برخه بې خونده کړې ده، د سالمو تبصره کوونکو تر منځ يې د تبادل نظر محيط له منځه وړی .

زماوړانديز

اول يې وشړی او له پاڼې يې وتړی
دوهم: د تبصرو ليست د پاڼې له مخې پټ کړی تر څو د دې بيهوده تبصره کوونکو نومونه د لوستونکو له انظارو پټ شي

اجمل

الله د رحم وکړی پر ټولو افغانانو. په والله قسم چی څه لیکم ریښتیا ده. د امارت په دوران په کابل کی د تایمنی په ساحه کی په یوه کور کی همداسی د نکریزو یا د واده پروګرام جوړ شوی وه. دا خلک د لوګر څخه ول. طالبان راغلل د کور دروازه یی ور وټکوله، یو سپین ږیری سړی راووت طالبانو ته یی وضع تشریح کړه چی څه روان خو طالبانو هغه سپین ږیری په ډیره بی رحمی سره ښه وواهه تر څو چی پر ځکه پریوت. سړی یی سره پورته کړ خو پس له یو کم وخته نه د… نور لوستل »

مجاهد

عاقبت ګرګزاده ګرګ شود ا اګر چه با ادمی بزرګ شود.
اجمل صاحب ته ډالر دورمه خواږه دی چه د خپل مظلوم اولس په ودونو وحشت هم نه غندی توجیه ورله ګوری وایی طالبانو څخه غچ اخستنه شوی

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx