کندهار: افغان پوليس ۱۲ بهرني عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸ل):يو تن افغان نفوذي پوليس په کندهار ولایت کې په امريکايي عسکرو ډزې کړي دي او دولس امريکايي عسکر يې وژلي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د صفی الله په نامه يو تن افغان پوليس د کندهار په هوايي دګر کې په امريکايي عسکرو بريد کړی دی او دولس امريکايي عسکر يې وژلي دي.

احمدي وايي چې صفي الله چې د عبدالحميد زوی او د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی و د کندهار په هوايي ډګر کې يې په يوه ډله امريکايي عسکرو برید وکړ او ۱۲ امريکايان يې ووژل.

نوموړی زياتوی چې د نورو عسکرو په ځوابي ډزو کې صفی الله هم وژل شوی دی.

هغه وايي چې نوموړی افغان پوليس له ډېره وخته د داسې يو بريد پلان درلود چې نن سهار يې اجازه ترلاسه کړه او بريد یې ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې د افغان پوليسو او عسکرو په ليکو کې وخت ناوخت ځينې افغان امنيتي عسکر په بهرنيو ځواکونو ډزې کوي چې له امله يې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي او د افغان سرتيرو دا ډول بريدونه د عامو افغانانو له لوري ستايل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

صفي الله اتلولي او شهادت دي دواړ‎ه مبارك شه د الله ج رضا او جنت دي نصيب شه

اجمل
میلمه
اجمل

چی امریکایی ووژنی بیا نفوذی شی غیره له هغه کچیری په ګیر د طالبانو ورغی چی سل واری کلمه ووایی په والله که ور څخه خلاص شی. هغه د موسسی انجینیر مو یاد دی څنګه یی شهید کړ دغو جاهلو.

جميل
میلمه
جميل

واه څه ښه خوندور خبر
مجاهد صفی الله جنت الفردوس دی ځای شه

مجاهد
میلمه
مجاهد

قهرمانی دی مبارک او شهادت دی قبول شه، د دی هیواد کاڼی بوټی مجاهدین دی یو وځت قندهار کی یو پونډه ږلۍ د اشغالګرو ۵۰ الوتکی بیکاره کړی وی ، یوه ورځ می واوریدل چه د قندهار که د هلمند په کوم کاریز کی چه کمی اوبه یی لرلی هم یو اشغلګر عسکر وژلی وو . زمونږ د هیواد هوا غرونه او دشتونه هم مجاهدین دی د هری الوتکی له سقوط وروسته دوی وایی جه د هوا حالاتو او یا د تخنیکی عوارضو له امله یی سقوط کړی یعنی زمونږ هوا هم مجاهده ده ، د امریکا او اروبا د… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

الهي مجاهدينو ته توان ورکړې چي دغسي دښمن ځپونکي بريدونه زيان وکړای سي او : ټرامپ هلته په لرزه پرېوزي له کټه
چي تر غوږو يې سي داسي خبرونه