شعـــــرونه

بيګا بيا چېرته چاپه وه چې سهار ده په سلګيو

صابر جان محصل

بیګاه بیاچیرته چاپه وه چی سهار ده په سلګیو
نن فضا غمجنه ښکاری لمر راخیږی په  زګرویو

شپه مو تیره کړه په ویښه د چورلکو له دربا نه
مدرسه مهراب مو پټ وو د  بارودو  په  لوګیو

د مسجد امام شهید وو حافظان تر خاورولاندی
د ټول چم دروازی ماتی  څه ژړاوی د مورکیو

پر چم جوړه کربلاوه ټول ولس وو غریو نیولی
دچا پلار یا زوی شهید وو په چا غم د ناوکیو

جنازی قطار قطار وی د  واده   ناوی  شهیده
چنګیز کړی پری بمبارد زموږ د کلی په تنکیو

دا وحشت وو پر چاشوی ؟څوک به دا پوښتنه وکړی
زموږ په کلی کی واده وو د واده په ګل غوټیو

د صابر دغه دعا ده له پاک رب یی تمنا ده
یو غمخوار راته پیداکړی  چی موږ ساتی له پردیو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x