د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جينګ شووانګ

چين: د امریکا او طالبانو د خبرو بيا پيلېدو کې همکارۍ ته چمتو يو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸ل): چینايي چارواکي وايي، د امریکا او طالبانو درېدلې خبرې بايد بيرته پيل شي او د افغانستان روانې کشالې ته سوله ييز حل ولټول شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جينګ شووانګ نن په پلازمېنې پيکينګ کې رسنيو ته وويل د امریکا او طالبانو د خبرو پيلېدل د افغانستان او سيمې امنيت لپاره اړین دي.

اسوشيټېډ پريس خبري اژانس د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياند له قوله ليکلي، د امریکا او طالبانو خبرې بايد له سره پيل شي او په دې اړه يې د هر ډول اغېزناک رول لوبولو وړانديز کړی دی.

ښاغلي شووانګ منلې، چې چينايي چارواکو د طالبانو له استازو سره په پيکينګ کې کتلي دي.

طالبانو هم ويلي، د دوی سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ نهه کسيز پلاوی چين ته تللی او د دغه هېوا له چارواکو سره يې د سولې په اړه خپل دريځ شريک کړی دی.

ملا برادر چينايي چارواکو ته ويلي، چې دوی اوس هم پر خپل دريځ ولاړ دي او له امریکا يې هم غوښتي، چې د جګړې او زور کارولو پر ځای د سولې خبرې بېرته پيل کړي او روانه جګړه له سوله ‌ييزې لارې پای ته ورسوي.

ملا برارد اخند ويلي، که د امریکا ولسمشر له سولې انکار کوي، نو د افغانستان د روانو جګړو او ناخوالو پړه به د امریکا پر غاړه وي.

د روانې مياشتې په لومړيو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې په دې بهانه لغوه کړې، چې طالبانو په کابل کې يو امریکاي عسکر وژلی و.

د امریکا له لوري د سولې خبرو له لغوه کولو وروسته طالبانو يو ځل بيا د سيمې هېوادونو ته خپل سفرونه زيات کړي او ټينګار کوي، چې امریکا بايد د سولې خبرو ته بېرته راوګرځي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال او سر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، د امریکا ولسمشر دا بهانه کوي، چې طالبانو يو امریکايي عسکر وژلی؛ ځکه يې ورسره خبرې لغوه کړي، په داسې حال کې، ټرمپ په خپله وايي، په تېرو څو ورځو کې يې له زرو ډېر طالبان  وژلي دي.

د ستانکزي په وينا که امریکا د زرو طالبانو د وژلو خبره کوي، طالبان هم کولی شي، امریکايي عسکر ووژني.

ښاغلی ستانکزی وايي، امریکا او متحدينو يې جګړې او بمبارۍ نه دي درولوي او بالمقابل له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، چې داسې غوښتنه هېڅکله د منلو وړ نه ده.

طالبان ټيګار کوي، که له امریکا سره تړون وشي، تر هغه وروسته به بين الافغاني خبرې پيل او اوربند ته لاره هواره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

امريکا که غواړی او که نه غواړی بيابه هم د مجاهدينو سره مذاکراتو ته حاضريږی او خپل ټول عسکر او جاسوسان به باسی .
دا د ظالمی امريکی د زوال شروع ده ، وسيله يی بياهم وياړلی او سپيڅلی افغان مجاهدين دی .