د هلمند بوږنوونکې فاجعه!

شاهد غزنيوال

د بهرنیو ځواکونو د جنایتونو په تسلسل کې تیره شپه د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په کنجک کلي کې امریکایانو د هوايي برید په ترڅ کې تر ۴۰ تنه زیات ولسي وګړي مړه او ژوبل کړل.

د ولسي تلفاتو پورتني ارقام د هلمند ولایتي شوری لخوا تائید او د یادې شوری د یوه غړي عبدالمجید اخندزاده د څرګندونو له مخې یاده بمباري په سیمه کې د واده پر مراسمو تر سره شوې ځکه یې ډیری قربانیان هم میرمنې او ماشومان دي.

دا پیښه به نه د بهرنیو یرغلګرو لومړی او نه هم وروستی جنایت وي چې په دغسې لا پروايي سره ګڼ شمیر مظلوم انسان په ظلم او وحشت سره د خپل ځان په وینو لمبوي.

خو خبره دلته د هغو دروغجنو مدعیانو په شعارونو پوري تړلې چې وړمه ورځ یې د سولې ورځې په لمانځلو ستونې وشلول او نن بیا د بهرنیو جګړه مارو په دغه ستر وحشت خاموش دي.

د بشري حقونو په درجنو سازمانونه ، د ملګرو ملتونو اداره او نورې د بشري حقونو اړونده مؤسسې هیڅوک دا جرئت نه لري چې د سولې له دغو دروغجنو مدعیانو وپوښتې چې ایا سوله او په هغې کې ژوند کول یواځې د متمدنې نړۍ د وګړو حق دی که افغانان هم د نړۍ د تر ټولو ځوریدلو  انسانانو په حیث له هغې څخه د برخمن کیدو حق لري؟

له بلې خوا د هلمند بوږنوونکې تراجیدې په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په هیواد کې د ټاکنو په نوم تیرایستونکې ډرامې کمپاینې غورځې پرځې په درز کې روانې دي.

د دې غولوونکې پروسې کمپاینران د هرڅه د ګل ګلزار کولو شعارونه ورکوي ، خو د بهرنیو یرغلګرو لخوا د بیوزله افغانانو د وژلو او ځپلو د مخنیوي په اړه حتی د شعارې ژمنې ورکولو جُرئت هم نه شي کولای.

په ننګرهار، هرات ، جوز جان او یو شمیر نورو ولایتونو کې ټاکنیزو کاندیدانو یادو سیمو   ته په سفر کولو سره د هغو اوسیدونکو ته ښې شعاري ژمنې ورکړې، خو هلمند او د هیواد نورو نا امنه ولایتونه لکه د افغانستان له جغرافیې چې بهر وي ځکه ورته همدا کمپایني ښاغلي د کمپایني ورتګ لپاره هم ځان نه شي ټینګولای.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتین، اجمل، عبدالله، نوری او نور چیری دی د هلمند د خلکو په وینو لړلی ورځ ورته اهمیت نه لری ولی چوب دی د قضایی او فضایی مصونیت له امله چوپ پاتی یاست او که ډالرو مو سترګی ړندی کړی حق نه شی ویلای ، غوږونه مو کاڼه شوی حق نه شی اوریدلی او په ژوبو ګونګیان یاست حق نه شی ویلی او حق نه شی لیکلی او که د کابل د غلامانو او بادارانو وحشت درته د ډالرو درکولو له امله وحشت نه ښکاری ؟

عبدالله
میلمه
عبدالله

مجاهد په دی اروند می سو تبصری لیکلی او د کفارو ظلم مو سخت غندلی خو افسوس چی نن تکی اسیا ستاسو اداره ده زموژ بی طرفه خبری دیر وروسته یا هم هیخ نه خپروی خیر قیامت اوحساب شته. مجاهده هغه د همدی ظلم لپاره راغلی دی نو ته ظلم ولی کوی؟؟ هغوی په دیرو نورو اسلامی هیوادو کی خپل ظلمونه جاری ساتی. ستا هدف د بیگناه افغانانو د وژلو خخه سه دی؟ ایا ستا ظلم کومه اسلامی توجه یا جایز ارخ لری؟؟؟ دوی خو معلوم دی چی اشغالگر دی خپل د ظلم په اره سه وایی؟؟؟ البته د بلیر… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه، مجاهد ته، د هلمند فاجعه،د زابل شفاخانه فاجعه،د مولانا ریحان د جومات فاجعه،د کویټه د جومات فاجعه په ټولو فاجعو کی قتل وشو. د قتل هر فاجعه که د طالیب په لاس وی،او که د دولت، او که د امریکا ما غندلی ده. او ماته قاتل قاتل دی ، ماته طالیب،دولت .امریکا ټول یو شی دی،دری سره قاتلین دی، طالیب،دولت،امریکا، د نمرود،فرعون،ابوجهل ظلمونه یی شاته پریښودل ،او دوی ور څخه مخته شول، مال دولت الله ج فراوان راکړی،ښه کار می چالان دی،بلکه د شپږو نورو کورنی کار مستقیما راپوری جوړ دی، د کومی څوکی وږی تږی نه یم… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

محترم غزنيوال صاحب حق مو ليکلی خيرونه يوسی پدی فاجعی هغه درديږی چی په زړو کی يی رحم او شفقت وی . دا ټوله چی تاسو ياد کړی ۲۰ کاله مخکی هم يوی خواته او د باطل مرسته کوونکی وه او دی . الحمدلله ثم الحمدلله د افغان مجاهد تکيه پر هغه ذات ده چی دا ټوله ورته د غوماشی وزر غوندی هم ندی ، کنه مجاهدينو د دی ظالم وحشی ښامارانو په مقابل کی څه لرل او څه لری . افغان مجاهدينو ټولی اسلامی نړی ته دا وښوده چی موئمنين که څومره بيوسه او بيکسه هم وی د خپل… نور لوستل »