عمران خان: که امریکا ۱۹ کاله نور هم جګړه وکړي، ګټلی يې نشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، د امریکا په جګړه کې د پاکستان ګډون تېروتنه وه او امریکا بايد پوه شي، چې د نن زمانې او ۲۰۰۱ کال طالبان يو ډول نه دي.

د نيويارک ښار د بهرنيو اړيکو د څېړنو په مرکز کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال عمران وويل، د شوروي خلاف جګړه کې امریکا د مجاهدينو مرسته کوله او د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يوولسمې له پېښې وروسته يې پاکستان ته وويل، چې د مجاهدينو پر ضد عمليات وکړي.

عمران خان وايي، په ۲۰۰۸ کال کې يې ويلي و، چې امریکا دا جګړه په زور نه شي ګټلی.

د پاکستان صدراعظم د افغانستان کشالې په سوله ييز حل ټينګار کړی او زياتوي، که امريکا ۱۹ کاله نور هم جګړه وکړي، پایلې به تر لاسه نه کړي او اخري حل به يې هم د سولې مذاکرات وي.

عمران خان تېره ورځ په نيويارک کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره هم د سولې خبرو په بيا پيلېدو خبرې کړې وې.

د امریکا له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو له لغوه کولو وروسته دا لومړی ځل دی، چې خلیلزاد د کوم بهرني هېواد له مشر سره ګوري.

له عمران خان سره په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم ملګری و.

له دې ناستې وروسته ښاغلي قريشي رسنيو ته وويل، که د افغانستان کشالې سوله ييز حل لپاره د امریکا او طالبانو خبرې له سره پيل نه شي، د افغانستان وضعيت به نور هم ترینګلی شي او د وينو تويدو لړۍ به همداسې روانه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

پاکستانیان طالبان خپل عسکر بولی او د هغوی لپاره جنګ کوی. بیا یی هم نه منی که ویډیو یی در ښکاره کړم. تاسو د مشرف خبری اوریدلی؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

یو متل دی وایی ( که غاپی نه لکۍ خو جنډه وړه ) د پاکستان له نورو تیرو غلامانو عمران خان داسی خبری کړی لکه د امریکا غلام چه نه وی او یا د شرایطو لاندی غلام وی. عمران خان هم به لندن کی زیږیدلی او میرمن یی هم یوه یهودۍ وه ، مګر هغه یی طلاقه کړه او اوس کومه باکستانی میرمن لری او هغه هم ورسره د اروبایی دموکراتان په شان هر ځای کی نه وی او تر اوسه خو مونږ نه ده لیدلی او که تر اوسه یی بل واده نه دی کړی والله اعلم . مګر… نور لوستل »