روان وحشت او زموږ بې پایه سکوت..!!!

صفي الله “رائد”

کلونه کېږي چې د افغان وینه دارې وهي، کلونه وشول چې دافغانانو په کورونو د وینو سیلابونه روان دي، او لا هم جریان لري خو! اخېر تر کومه؟
دا هر څه به تر کله روان وي!؟

د غزني او ده یک کلي، بازارونه یې په بل مخ واړول،سکوت مو وکړ.
ننګرهارـ خوږیاڼي غرونه یې د بې ګناه خلکو له جسدونو را ډک کړل، مونږ سکوت وکړ.
ښکلې فراه یې لوټې لوټې کړه، خو مونږ بیاهم خپل سکوت مات نه کړ.

لوګر او میدان وردګو کې یې نېږدې هره شپه داسې وحشتونه تکرار کړل چې سړی یې د لیکلو توان نه لري.
ننګرهار کې یې د یو ورور څلور ورونه ووژل هېچا یې پوښتنه ونه وکړه.
او دادی تېره شپه یې د هلمند موسی کلا کې وحشيانو د واده پر مراسمو بمبار کړی نه چا غږ پورته کړ او نه به یې پورته کړي!

ډېره د تعجب او افسوس خبره خو لا داچې ګډ حکومت په خوږیاڼو کې تر اویا۷۰ زیات بې ګناه افغانات په هوایي بمبار کې ووژل خو! پر سبا یې همدغه افغانان د خپلو ورونو ستر قاتل مخې ته ګډ اتڼونه وکړل مګر د خپلو ۷۰ اویاوو شهیدانو یې پوښتنه هم ونه کړه.
دلته د وحشتونو لړۍ ورځ تر بلې لا پسې ګړندۍ کېږي مګر ولس مو سکوت پسې سکوت دی او دا د افغانانو لپاره ډېره د غم او افسوس خبره ده؛

که دا لړۍ همداسې روانه وي، نو لرې نده چې په هېڅ سیمه کې به نه خو آبادي ووینو او نه د سر سړي.
هو! نه به کوم جوړ دیني او عصري مراکز راپاتې وي او نه هم صحي کلینکونه ..!
دا حال نور د زغملو ندی!
نور باید را ويښ شو او کنه ډېر ژر به د سوریې پر برخلیک اخته شو.

دوی ندي ملامت..!
صفر یک قطعه، سپیشل فورس او نور وحشي هوایي ځواکونه ندي ګرم؛ ځکه هغوی خپله دنده پر مخ وړي، هغوی دین، اسلام، او قرآن عظیم الشان څه پېژني؟

هو! هغوی ندي ګرم؛ هغوی همدې بدبختیو ته روزل شوي/ پیدا شوي. هغوی چې مطلق اسلام نه غواړي، هغوی به قرآن او حافظ د قرآن څه وغواړي؟!!
ددوی سرلښکری په قران نه پوهېږي نو له دوی څه ګیله ..؟!

څوک چې پردیو روزلي، پردیو پاللي، پردیو لمسولي وي خود به مو ملي منافا ورانوي، خود به مو دیني شعائر ړنګوي،
خود به مو دیني مدارس او مساجد په نښه کوي.

دوی ندي ملامت، ملامت مونږ یو؛ چې لاهم ویښ ویده یو او له دوی د خیر طمعه کوو، اشرف غني پورې مو د امن او انسانیت هیلې تړلي.
او له امرالله صالح له ملي منافعو او د مدارسو ژغورل غواړو؟!

او له حکمتیا صاحب! نه د چاپو بندول ..!!!

د روان وحشت پروړاندې زمونږ دا بې پایه سکوت به مونږ له یو ډېر بد برخلیک سره مخ کړي، ولس ته پکار دی ترڅو نور را ویښ شي او د روان ناورین مخه ډب کړي.

عام کلي، کورونه، بازارونه، ښونځي/مدرسې په نښه کول/ ړنګول او سېځل د یوه ملت مټې تړل او راتلونکی بربادول دي او که دا لړۍ همداسې روانه وه ولس هم برباد وګڼئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د