افغانستان

سیاسیون: ټاکنې ترسره کول، وینې تویونې ته لاره برابرول دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ټاکنو پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې د افغانستان دپخواني حکومت مشر «حامد کرزي»، یونس قانوني، عطاء محمد نور، معتصم اغا جان او اسماعیل خان په ګډون یو شمېر مشهور سیاسیون وايي، ټاکنې د افغانانو درد دوا کولای نه شي نو ځکه یې باید پر ځای د سولې هڅو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دغه ډله سیاسیون چې د پخواني ولسمشر «حامد کرزي» په مشرۍ راټول شوي وو، د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په روان وضعیت کې شفافې او رڼې ټاکنې د امکان له دایرې بهر دي او ترسره کول یې نه یوازې د افغانستان بحران پراخوي؛ بلکې تر څنګ یې د افغانانو وینې توییدنې ته هم زمینه برابروي.

اعلامیه زیاتوي « د افغانستان د کړکېچ یوازینی حل دادی، چې افغان حکومت باید یو ټولمنلی پلاوی تشکیل کړي، تر څو له طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني او په دې توګه داسې یوې سولې ته لاره برابره شي، چې د افغانانو ټول ارزښتونه او لاسته راوړنې پکې ساتل شوې وي».

یادو سیاسي څېرو د ټاکنو د مخالفت تر څنګ هیله کړې، چې د طالبانو او امریکا مذاکرات باید بیا ځلې پیل شي تر څو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته ترې لار برابره شي».

د افغانستان مشهور سیاسیون داسې مهال ټاکنې د وینې تویونې او مرګونو د یوې نوې لړۍ پیل ګڼي، چې د ګډ حکومت مشران وايي، ټاکنې ورته د سولې په پرتله اړینې ښکاري او د ټاکنو د ترسره کولو په پار یې د سولې ټولې هڅې شاته غورځولې.

په ورته وخت کې طالبانو په ټاکنیزو مرکزونو د بریدونو ګواښ کړی او له خلګو یې غوښتي، چې په ټاکنیزه پروسه کې دې ګډون نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مدثر

داهسی خوش چیټی خبری دی اصلا دوینو سیلابونه او س بهیږی که چیری انتخابات تر سره شی ممکن جګړه یو اندازه سړه شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x