
طالبان: د موسی کلا قتل عام د «دښمن» د وحشت یو مثال دی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې ګډو ځواکونو د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ولسي وګړو په کورونو د چاپې او هوایي بریدونو په مهال شاوخوا ۴۰ تنه ولسي وګړي ووژل، طالبانو دې پېښې ته توند غبرګون ښودلی او د ورته پېښو د انتقام اخستنې هوډ یې څرګند کړی.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې په تېرو څو ورځو کې د ګډو ځواکونو له لوري د وژل شویو عامو وګړو یادونه او تر څنګ یې راغلي « اسلامي امارت پر ملکي وګړو او عام المنفعه تاسیساتو بریدونه غندي او د بشري حقونو له سازمانونو او ازادو رسنیو څخه غواړي چې د یرغلګرو او کابل رژیم له لوري دافغان ولس سره د روان ظلم او وحشت پر ضد اواز پورته کړي او خپل مسؤلیت اداء کړي.»
طالبانو زیاته کړې « دښمن له محاهدینو سره دمخامخ جګړې توان نه لري، پر بې وسه ولس د ظلم او بربریت میچنې چلوي، دښمن باید پوه شي چې په زور او دهشت نه د ولسونو ارادې ماتولای شي او نه هم دازادۍ جذبې خاموشه کولای شي، تېرو څه کم دوو لسیزو کې ثابته شوه چې روان یرغل ضد جهاد یو ملي پاڅون دی او د ملي قیامونو له منځه وړل یو خوب او خیال دی او که کوم څوک همدا ډول فکر کوي دایې دحماقت یو ستر مثال دی.»
په پای کې طالبانو ګواښ کړی، چې له بهرنیانو او د هغوی له همسنګرو څخه به د عامو خلګو انتقام اخلي « اسلامي امارت تل له اشغالګرو او ګوډاګیانو څخه دخپل مظلوم ولس انتقام اخیستی او ژمن دی چې دمجاهد ولس له حقونو به دفاع کوي او ددین او وطن له بهرني او کورني دښمن څخه به یې غچ اخلي.»
هغه بي منطقه كسان چی ددي بي دينه او د پردو گوډاگیو نظام څخه دفاع كُوي دي وحشت ته. د ديموكراتانو وگوری که كومه زره منطق تأسو كي وي
وژنی یو بل سره تر هغو چی د پښتون په نوم څوک پاتی نشی. ډیری مو د پنجابیانو غلامان شول او نور هم د امریکایانو. اوس یی وخت دی چی یو بل سره ووژنی ځکه چی نه په سیاست پوهیږی او نه هم په اسلامیت. د کابل له خیرخانی څخه چی حرکت وکړی تر مزاره پوری آبادی دی، ښارونه جوړ شوی خو چی له کابل نه میدان ښار خواته ولاړ شی تر کندهاره، هلمنده و قلات ته پوری ورانی بل څه نشته. لعنت دی پر داسو جاهلو شی. هیڅ خوا مه خرابوی د جاهلانو نسل انشاالله په ختمیدو ده. کله… نور لوستل »