افغانستان

موسی کلا کې د حکومت او بهرنیانو له لوري د وژل شویو ملکي وګړو شمېر «۹۳» تنو ته پورته شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د هوايي برید او چاپې په پایله کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر «۹۳» تنو ته لوړ شو.

یاد عملیات چې وړمه ورځ ماښام مهال د موسی کلا ولسوالۍ بازار ته څېرمه د «کونجک» او «شواروز» په نوم سیمو باندې ترسره شوي وو؛ ملکي وګړي او د واده مراسم پکې هدف ګرځول شوي وو، چې له امله یې درنه مرګ رامنځته شوه.

له سیمي څخه یوې سرچینې «نن ټکي اسیا» ته وویل « عملیات د واده په مراسمو باندې ترسره شوي وو، چې له امله یې ۱ تونس، ۲ کرولا موټرونه او شپږ کورونه په بشپړ ډول له خاورو سره برابر شوي او په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېره ۹۳ ته لوړه شوې».

د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا په یادو عملیاتو کې وژل شوي کسان «ترهګر» وبلل او ادعا یې وکړه، چې برید یې د القاعدې په یوه مهم غړي «عاصم عمر» باندې ترسره کړی او د نوموړي په شمول یې ګڼ شمېر بهرني جنګیالي وژلي.

که څه هم د حکومت او بهرنیانو له لوري د ملکي وګړو وژل کومه نوې خبره نه ده؛ خو د موسی کلا عام وژنې ګڼ غبرګونونه راپورته کړل، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو چارواکو یاده پېښه وغندله او د پېښې په تړاو یې د څېرنو هیله وکړه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

تاسی د دی پاڼی وایروسی غلامان ( لکه پسکین ، اجمل، غ حضرت، نور ، عبدالله او داسی نورو ) باندی څیړنی وکړی کله چه د طالبانو له خوا عسکر، پولیس حتی اشغلګر وژل شوی ، د کابل غلامان له ( فیله ) قیل جوړ او بیا دی کسانو دنده ده چه د هغه مج له وزره غر جوړ کړی . برخلاف کله چه د کابل غلامان او باداران په رشتونی ملکی بیاته ګناه او بی دفاع خلک وحشیانه هدف کړی شپینیز عملیاتو ، ړندو بمباریو او داسی نورو کی یی په ډیر وحشت په شهادت ورسوی کورونه یی ورله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x