افغانستان

د موسی کلا د عامه وژنې په تړاو د ارګ او امنیتي ارګانونو ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): د حکومتي او بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو او بمبارونو په لړ کې تېره ورځ د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ بازار ته څېرمه د «کونجک» او «شواروز» په نوم سیمو باندې په چاپه او هوايي برید کې د ملکي وګړو کورونه او د واده مراسم په نښه شوي؛ چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې او د کره معلوماتو په اساس په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېره تر «۹۳» تنو لوړه شوې.

د پېښې له رسنیز کېدو څو شېبې وروسته د هلمند ولایت ځايي امنیتي چارواکو ادعا وکړه، چې عملیات یې د طالبانو په پټنځایو او د هغوی د وسلو په زېرمو ترسره کړي، په برید کې یې ګڼ طالبان وژلي او د وسلو زیرمې یې له منځه تللي.

د ملي امنیت شورا له لوري بیا یاد عملیات د «القاعدې» او «بهرنیو جنګیالیو» په مرکز ترسره شوي یاد شول او ادعا وشوه، چې امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې  د القاعده ډلې د یوه مهم غړي عاصم عمر په ګډون ګڼ شمېر بهرني جنګیالي وژلي».

بل لور ته ارګ بیا د امنیتي ځواکونو له لوري په ترسره شویو عملیاتو کې د ملکي وګړو په وژل کېدلو خواشیني ښودلې او طالبان یې د پېښې اصلي عاملین بللي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې طالبان دې د بهرنیو «ترورستانو» کوربتوب نه کوي او له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

محب جان به دهرافغان دوینو دهرڅاڅکی انتقام واخلی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x