
د امریکا سفارت: کاندیدان دې د ټاکنو کمېسیون اصولو ته احترام وکړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پيل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې، په کابل کې د امریکا سفارت وایي، په ټاکنیزه پروسه کې تقلب او په دې تړاو موجودو شکایتونو اندېښمن کړي.
د امریکا د سفارت له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو لیکل شوي « په ټاکنیزو مرکزونو کې نا امني، تقلب او د مساوي فرصتونو نشتون هغه څه دي چې موږ یې اندېښمن کړي یو، موږ له ټولو نوماندانو هیله لرو، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اصولو ته دې درناوی وکړي او په دې توګه یوې ډیموکراټیکي پروسې ته احترام وساتي».
Disturbed by so many complaints about security, lack of an equal playing field and fraud. We urge all candidates to adhere to the @AfghanistanIEC Code of Conduct and respect Afghanistan’s democratic process. #AfghanElections #Afghanistan
— U.S. Embassy Kabul (@USEmbassyKabul) September 23, 2019
یاده دې وي، چې د امریکا سفارت وروسته له هغه په کاندیدانو باندې د اصولو مراعات کولو غږ کوي، چې د عبدالله عبدالله په شمول ګڼ شمېر نوماندان د اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړوونکی» ټیم په کمپاین کې له دولتي وسایلو څخه په ګټه اخستنې او په ټاکنو کې تقلب ته د زمینې په برابرولو تورنوي.
دا خو له يوې خوا د امريکې د سفارت استعماري واک ښيي او له بلي خوا د درواغو مخ سپینی کوي. کوم څوک چي د دوی خوښ دی او ښه چوپړ ورته وهلای سي سر له اوسه لا د دوی له خوا ټاکلی دی.
عجيبه ده سفير ګوره او ټوله دولت ته اخطار ورکول ګوره .
دا غلامان دی پدی پوه وی ، هريو چی د خپل باس ښه خايه مالی وکړی هغه ته به د غلامانو د مشری څوکی ورکړل شی ، خو اصيل غلامان بايد وپوهيږی چی پمپيو تر کيری پړسيدلی دی چی دا واری دری څلور غلامان د غلامانو مشران و نه ټاکی .