ورزش

میسي شپږم وار لپاره د فیفا د کال غوره لوبغاړي جایزه وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» تېره ورځ د ایټالیا په میلان ښار کې د نړیوالې جایزې اعلانولو مراسم ترسره کړل چې په کې لیونل میسي یو وار د کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د برسلونا لوبډلې مشهور ستوري لیونل میسي د یادې جایزې لپاره خپل سیالان پرتګالی لوبغاړی کریستیانو رونالډو او هالندی لوبغاړی ورجل ون دایک ته ماتې ورکړه او د شپږم وار لپاره یې دغه جایزه په خپل نوم کړه.

لیونل میسي د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې شپږ واره د کال غوره لوبغاړي جایزه ګټي، له ده وروسته کریستیانو رونالډو پنځه واره د کال غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

۳۲ کلن میسي په تېر ۲۰۱۸/۱۷ پړاو کلبي او نړیوالې ۵۸ سیالۍ ترسره کړې چې په کې یې ۵۴ ګولونه وهلي او ۲۲ ګول پاسونه یې کړي دي، دغه ډول یې د اسپانوي سیالیو «لا لیګا» اتلولي هم ګټلې وه.

https://twitter.com/FCBarcelona/status/1176249635226181637?s=19

د یادو جایزو په لړ کې فیفا د کال غوره منیجر یا مشر روزونکی، غوره ګول کیپر غوره ګول وهونکي او غوره یوولس کسیزه لوبډله هم اعلان کړه.

په غوره مشر روزونکو کې جورګن کلوپ «د لیورپول لوبډلې منیجر» د غوره مشر روزونکي جایزه په خپل نوم کړه، لیورپول لوبډلې د ۲۰۱۸م کال اروپا اتلانو لیګ اتلولي ګټلې وه.

په غوره ګول کيپرانو کې د لیورپول لوبډلې برازیلي ګول کیپر الیسن بیکر، د برسلونا لوبډلې جرمنی ګول ساتونکی مارکندی تیر ستیګن او برازیلی ګول کیپر ایدرسن ته ماتې ورکړه.

د کال غوره هدف وهونکی «دانيال زسوري» شو چې د فیفا پوسکاس غوره ګول وهونکي جایزه یې په خپل نوم کړه.

په غوره یوولس کسیزه لوبډله کې تر ټولو د ریال مدرید لوبډلې لوبغاړي وړاندې دي چې څلور لوبغاړي (سرجیو راموس، لوکا مودریج، مارسلو او ایدن هازارد) شامل دي، دغه ډول برسلونا لوبډلې څخه (فرانکي ډي یانګ او لیونل میسي)، د لیورپول لوبډلې څخه ورجل ون دایک او لیسن بیکر) د یوونتوس لوبډلې څخه کریستیانو رونالدو او ماتیاس دي لیخت او (کلیان امپابی) د پاریس لوبډلې څخه شامل دي.

دغه یوولس کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

ګول ساتونکی: الیسن بیکر (لیورپول)

دفاعي لوبغاړي: راموس او مارسیلو (ریال مدرید)، ماتیاس دي لیخت (یوونتوس)، ورجل ون دایک (لیورپول).

منځني لوبغاړي: فرانکي دي یانګ (برسلونا)، لوکا مودریج (ریال مدرید) او ایدن هازارد (ریال مدرید).

حمله کونکي لوبغاړي: لیونل میسي (برسلونا)، کریستیانو رونالدو (یوونتوس) او کلیان امپابی (پاریس سان جرمان).

د یادونې ده چې تېره میاشت د اروپا اتلانو لیګ هم د کال غوره لوبغاړي جایزه هالندي لوبغاړي ورجل ون دایک وګټله، نوموړي میسي او رونالډو شاته پریښودل، په دغه جایزو کې لیونل میسي د غوره حمله کونکي لوبغاړي جایزه ګټلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x