افغانستان

پروان کې یوه کس د خپلې کورنۍ پنځه تنه غړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): د پروان ولایت په «جبل السراج» ولسوالۍ کې یوه روږدي کس د خپلې مېرمنې په ګډون د کورنۍ پنځه تنه په ډزو وژلي.

د پروان ولایت د پولیسو ویاند «محفوظ ولي زاده» وايي، پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ د جبل السراج ولسوالۍ په «ګذرپایین» کلي کې وروسته له هغه را منځته شوې کله چې د «عبدالولي» په نوم یو روږدي کس غوښتل د کور لوښي وپلوري او نشه یې توکي ورباندې وپېري؛ خو مېرمنې یې مخه ونیوله.

د ولي زاده په قول، په وژل شویو کسانو کې د عبدالولي مېرمن او د نوموړي څلور ماشومان شامل دي، چې عمرونه یې له اوو کلونو کم دي.

پولیس وايي، مجرم یې نیولی او دا مهال ترې ګروېږنې روانې دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دايی هم د ظالمی امريکی او غلامانو بل سوغات
الله تعالی دی لدی هيواده ټوله ظالمان او غلامان ورک کړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x