افغانستان

عمران خان: د افغانستان په جګړه کې د پاکستان ښکېل کول ستره تېروتنه وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وايي، د امریکا متحده ایالات که نوولس کاله نوره هم جګړه وغځوي، په افغانستان کې بریالي کېدای نشي؛ نو ځکه به غوره وي، چې امریکا خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسي.

عمران خان چې په نیویارک ښار کې یې د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « زموږ تر ټولو ستره تېروتنه دا وه، چې له متحده ایالاتو سره مو د افغانستان په جګړه کې ځان ښکېل کړ، امریکا که نوولس کاله نوره هم په افغانستان کې پاتې شي او جګړه وکړي، د افغانستان جګړه ګټلای نشي، نو ځکه به غوره وي چې پرته له کوم شرط څخه خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي».

خان زیاته کړه « په افغانستان باندې د روسیې د یرغل په مهال موږ جهادي ګروپونه تشکیل کړ او کله چې جګړه پای ته ورسېده، جهادي ګروپونه موږ ته پرېښودل شول او کله چې د سپتمبر د ۱۱ مې پېښه رامنځته شوه، زموږ ضرورت بیا پیدا شو او له جهادیانو سره د جنګېدلو راته وویل شول».

د خان په خبره، امریکا به پخوانیو مجاهدینو ته ویل، له بهرنیانو سره جګړه جهاد دی؛ خو اوس وايي، له بهرنیانو سره جګړه نه کول په جهاد کې شمېرل کېږي.

نوموړي د افغانستان امن د پاکستان امن وباله او تر څنګ یې یاده کړه، چې له طالبانو سره مذاکرات کول د افغانستان د کړکېچ یوازېنی حل دی « امن د افغانانو حق دی، چې دا یوازې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې کېدای شي، له طالبانو سره مذاکرات ښه لوري ته روان وو او باید ټرمپ تر لغوه کولو وړاندې په دې برخه کې مشوره کړې وای».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابونظام خوستی

ورته خان صاحب
د تیروتنه تاسی بیا بیا کوی زکه لا عدت سخه مجبور یي
ډالر سرخوړلي ته فاکستانی چارواکو د کمزوری ایمانونه چرته ټینګیدی شی ۔ زکه یو سوک چی خپل ناموس #ډاکټر عافیه د ډالرو په مقابل کی خرسولی شی لا داسی خلکو سخه د هر زلیل او مردار کار تکرار کومه تیروتنه نشی کیدی
#عافیه

گل محمد نوری

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له عمران خان سره تر لیدنې وروسته خبري کنفرانس کې یو پاکستانی خبریال رټلی دی. دغه پاکستاني خبریال، له ټرمپ څخه وپوښتل چې په کشمیر کې له پنځوس ورځو راهیسې انټرنیټي او مخابراتي خدمات بند دي، خلک خوړو پسې مري خو تاسې په امریکا کې د هند لومړي وزیر ته دومره لویه غونډه جوړه کړې وه؟ ( په دې غونډه کې نریندرا مودي ته ۵۰ زره کسان راټول شوي وو.)) ه ځواب کې یې ټرمپ خورا وقهرېد او زیاته یې کړه، ایا تاسې د پاکستان د رسمي پلاوي غړي یاست چې داسې پوښتنې کوئ؟ ځکه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x