
حنیف اتمر: په ټاکنو کې له هيڅ نوماند ملاتړ نه کوو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وايي، په راتلونکو ټاکنو کې بې طرفه پاتې کېږي او له هیڅ مشخص نوماند ملاتړ نه کوي.
د حنیف اتمر له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې نا امني، تقلب او غیر مناسب شرایط له راتلونکو ټاکنو څخه د تېرېدو لاملونه بلل شوي ، چې په خبره یې له امله یې شفافې او رڼې ټاکنې ترسره کېدای نه شي.
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « څو ځله مې وړاندیز وکړ، چې د ټاکنو پروسه دې د یو څه وخت لپاره وځنډول شي تر څو سولې ته د رسېدو لپاره یوه اجماع جوړه او د ملي مصلحتونو په نظر کې نیولو سره سولې ته ورسېږو؛ خو زما دا وړاندیز ونه منل شو».
د اتمر په قول، پورته لاملونه ته په کتو یې پرېکړه کړې، چې په راتلونکو ټاکنو کې نه خپله برخه اخلي او نه هم د کوم بل نوماند ملاتړ کوي.
حنیف اتمر څه موده وړاندې د «سولې او اعتدال» تر نامه لاندې له یوه ټاکنیز ټیم سره د ټاکنیزو سیالیو ډګر ته راووت او یونس قانوني او محمد محقق یې د خپلو مرستیالانو په توګه اعلان کړل؛ خو څه موده وروسته یې ټیم د اختلافونو ښکار شو او پلویانو یې نورو ټاکنیزو ټیمونو ته مخه کړه.
محمد محقق له عبدالله عبدالله سره ودرېد او د یونس قانوني په اړه داسې اوازې تر غوږو کېږي، چې له دولت جوړوونکي ټیم سره یو ځای کېږي.
انګریزانو تل کوښښ کړی چی د خپو مهرو په واسطه په افغانستان هر نظام وننګوی، نن ټکی آسیا لیکلی چی: خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « څو ځله مې وړاندیز وکړ، چې د ټاکنو پروسه دې د یو څه وخت لپاره وځنډول شي تر څو سولې ته د رسېدو لپاره یوه اجماع جوړه او د ملي مصلحتونو په نظر کې نیولو سره سولې ته ورسېږو؛ خو زما دا وړاندیز ونه منل شو». داسی ویل کیږی چی کرزی او مخکینی شمالی ټلواله چی اشرف غنی په حکومت کی ورته واک ندی ورکړ شوی غواړی د پاکستان او انګریزانو په دستور د ټاکنو مخه… نور لوستل »