
د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ پایلوبه د ورښت له کبله لغوه اعلان شوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه شل اوریزو سیالیو سیریز پایلوبه د زیات او مسلسل ورښت له کبله لغوه اعلان شوه.
د زمبابوې او افغانستان په شمول په بنګلدیش کې درې اړخیزه سیریز په داسې حال کې پای ته ورسیدو چې په پایلوبه کې آن د ورښت له کبله پچه هم ونه ویشتل شوه.
د یاد سیریز جام به افغانستان او بنګلدیش لوبډلې دواړه شریک کړي.
🚨 MATCH ABANDONED 🚨
Persistent rainfall means the final of the tri-series between Bangladesh and Afghanistan has been abandoned.
The trophy will be shared between the two sides! pic.twitter.com/n38p9SSNDo
— ICC (@ICC) September 24, 2019
دغه سیالۍ د روانې ستمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پېل شوې چې هرې لوبډلې د بلې پر وړاندې ۲-۲ لوبې ترسره کړې، په پایله کې زمبابوې لوبډله په ۳ لوبو بایللو سره له سیریز څخه او افغانستان او بنګلدیش پایلوبې ته لار وموندله.
په دې سره د افغان لوبډلې په بنګلدیش کې سفر پای ته ورسید او په راتلونکو ورځو کې به لوبډله هېواد ته راستنه شي.
له درې اړخیزه سیریز څخه وړاندې افغان لوبډلې د بنګلدیش پر وړاندې یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره کړه چې په کې یې بنګلدیش ته د ۲۲۴ منډو په ستر توپیر تاریخي ماتې ورکړه.