نړۍ

پاکستان کې زلزلې ۱۹ تنه وژلي او ۳۰۰ نور ټپیان کړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پلازمينې اسلام اباد په ګډون، لاهور او پنجاب ښارونو او کشمير کې يوې نسبتاً زورورې زلزلې ۱۹ کسان وژلي او ۳۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې نن مازيګر څلور بجې يوې زلزلې چې شدت يې ۵.۸ اټکل شوی دی د پلازمينې اسلام اباد په ګډون يې ګڼې سيمې لړزولي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي دي چې د زلزلې مرکز د جهلم شمال ته په پنځه کلو مترۍ کې لس کلو متره د ځمکې لاندې و.

په دې زلزله کې زيات زيان د کشمير مير پور سيمه کې پيښ شوی دی او هلته ګڼ شمير کورونه نړيدلي دي.

ددې سربيره سرکونه او لویې لارې هم تخريب شوي دي چې له امله يې روغتونونو ته د ټپيانو ليږد ستونزمن کړی دی.

د کشمير د پوليسو مشر ګلفراز خان د ۱۹ تنو مړينه تائيد کړې ده او زياته کړې يې ده چې د ځاني تلفاتو د زياتېدو انديښنه شته.
په مړو شويو کې دوه ميرمنې او يو ماشوم هم شامل دي.

په پاکستاني تيلويزيوني کانالونو کې ښودل کيږي چې د مير پور په جاتلان سيمه کې سړکونه ويجاړ شوي دي او ګڼ شمير موټر اوښتي دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د کشمير سيمه چې زيات وخت په کې د زلزلې جټکې احساسيږي، تر دې وړاندې هم د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په اتمه نېټه سخته زلزله شوې وه چې نږدې اتيا زره کسان وژل شوي وو او يو نيم لک نور ټپيان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x