ورزش

مس عینک زون لوبډلې د غازي امان الله خان سیالیو اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): د غازي امان الله خان یو ورځنۍ لیست ای کورنۍ سیالۍ چې څو اوونۍ وړاندې پېل شوې وې د مس عینک زون لوبډلې په غوره توپ اچونې سره بوست زون لوبډلې ته په ماتې ورکولو د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

مس عینک لوبډلې په غوره توپ اچونې سره د ۲۰۰ منډو هدف دفاع وکړه او سیالۍ یې د ۸۸ منډو په توپير وګټله.

بوست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۴.۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۹ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا عمران ۴۷، افسر ځاځي ۴۳ او ابراهيم ځدران ۳۰ منډې جوړې کړې.

د بوست لخوا په توپ اچونه کې سمیع الله شینواری ښه وځلید او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز یمین احمدزي او وقار الله اسحاق ۲-۲ او دستګیر خان یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د بوست لوبډلې ونشو کړای ټاکلی هدف بشپړ کړي او ټوله لوبډله یې په ۲۴م اور کې د ۱۱۱ منډو په جوړولو وسوځېده، ددوی لخوا احسان جنت ۶۰ او ناصر جمال ۱۰ منډې وکړې.

د مس عینک لخوا ضیاء اکبر ۳، ضیاء شریفي، نواز خان او ابراهیم ځدران ۲-۲ ویکټې واخیستې او یوسف ځاځي یو لوبغاړی وسوځاوه.

د پایلوبې غوره لوبغاړي جایزه ضیاء الرحمن اکبر ته ورکړل شوه، دغه ډول د غازي امان الله خان سیالیو غوره توپ اچونکي جایزه سلیم خان او د غوره توپوهونکي جایزه منیر احمد کاکړ ته ورکړل شوه.

منیر احمد کاکړ په ۶ لوبو کې «۴۱۴» منډې جوړې کړې چې په کې ۲ سليزې او ۲ پنځوسيزې شاملې دي، نوموړي د تېر کال په یادو سیالیو کې هم د پام وړ توپوهنه ترسره کړې وه.

دغه راز د زیاتو ویکټو اخیستونکی لوبغاړی میرویس اشرف شو، نوموړی په ۶ لوبو کې «۱۶» ویکټې واخیستې، خو لکه څرنګه چې سلیم خان د زیاتو ویکټو ترڅنګ اقتصادي توپ اچونه هم کړې وه نو غوره توپ اچونکی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۱۸م کال غازي امان الله خان سیالیو اتلولي د بوست زون لوبډلې سپین غر لوبډلې ته په ماتې ورکولو ګټلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x