
ناپېژندل شوې سريلانکايي لوبډله پاکستان ته سياليو لپاره ورسېده
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۸ل): پاکستان لوبډلې سره د شل اوريزو او يو ورځنيو سياليو ترسره کولو لپاره له ستونزمن حالته وروسته بالاخره د ناپېژندل شويو لوبغاړو څخه ډکه سريلانکايئ لوبډله پاکستان ته ورسېده.
وروسته له هغې چې د سريلانکا کرېکټ بورډ پاکستان کې د سياليو ترسره کولو اعلان وکړ، يو شمېر پخوانيو لوبغاړو ﴿لاست ملينګا، تيسارا پريرا، انجليو ميتيوز، کوسال پريرا، سورنګا لکمل او داسې نورو لوبغاړو﴾ د کرېکټ بورډ د وينا سربېره هم پاکستان ته د نه تګ اعلان وکړ.
په دې سره ګن شمېر پاکستاني پخوانيو لوبغاړو او سپورتي شنونکو د سريلانکا پخوانيو لوبغاړو پريکړه وغندله، خو بلخوا سريلانکايي لوبغاړو دا دريز غوره کړی و چې له هر څه وړاندې ورته ژوند او ځان غوره دی.
د پاکستان کرېکټ بورډ لپاره دا کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې بېلا بېلو لوبډلو او ګڼ شمېر ويسټ انډيزي پخوانيو لوبغاړو پاکستان ته د نه ورتګ اعلان کړی و، د ويسټ انډيز لوبډلې ځينو نويو لوبغاړو د کرېکټ بورډ په جدي وينا او د پيسو په زياتولو سره تګ ته زړه ښه کړی و چې هلته يې د شل اوريزو سياليو سيريز ترسره کړ.
Arrival of Sri Lanka team at Karachi. 🇵🇰
Warm welcome to the visitors to the city of lights.#PAKvSL action to being on Friday. pic.twitter.com/WJsE6LA5DV
— Pakistan Cricket (@TheRealPCB) September 24, 2019
په ۲۰۰۹م کال کې چې سريلانکا لوبډلې پاکستان کې سيالۍ ترسره کولې، هغه مهال پر سريلانکا لوبډلې چې د لاهور قذافي لوبغالي ته پر لاره وه يو مرګونی بريد ترسره شو.
په ياده پېښه کې ګڼ شمېر سريلانکايي لوبغاړي ټپيان او لسګونه پاکستاني پوليس ووژل شول، سيالۍ لغوه اعلان شوې او په پاکستان کې د نړيوال کرېکټ دروازې بندې شوې چې تر دې مهاله په سمه توګه نه دي پرانيستل شوي.
د پاکستان او سريلانکا لوبډله به درې شل اوريزې او درې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کوي، د پاکستان لوبډلې مشري سرفراز احمد او د سريلانکا لوبډلې مشري د داسون شناکا پر غاړه ده.
د ياد سيريز په لړ کې به لومړۍ درې يو ورځنۍ سيالۍ د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې ترسره شي، او له هغه وروسته به درې شل اوريزې سيالۍ د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.
دا سيالۍ به د روانې ستمبر مياشتې په ۲۷مه نېټه د جمعې په ورځ پېل او د راتلونکې اکتوبر مياشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسيږي.