افغانستان

کندهار: د اشرف غني د کمپاين په دفتر چاودنې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): په کندهار ولایت کې د اشرف غني د ټاکنيز کمپاين په دفتر چاودنې يوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي چې تير ماخوستن د کندهار ښار څوارلسمی حوزې اړوند د لالک ماما تعمير ته څېرمه د اشرف غني د ټاکنيز کمپاين په دفتر چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

په وژل شويو کې يو تن پوليس او دوه ملکي وګړي او په ټپيانو کې شپږ تنه د ياد ټاکنيز دفتر کارکوونکي او دوه ملکي وګړي دي.

د کندهار د والي وياند هم ياده چاودنه او مرګ ژوبله تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې چاودنه د يو چسپکي ماين په واسطه رامنځته شوې وه چې د‌ فتر له ديوال پورې نښلول شوی و.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

کله چی طالبانو په پروان ولایت کی د اشرف غنی غونډه باندی چاودنه وکړ چی په هغی کی له ۱۰۰ زیات مرګ ژوبله واوښته او مسولیت یی واخیست نو لدی معلومیږی چی دا کار هم همدوی کړی ځکه دوی له اشرف غنی سره مشکل لری مګر د دوی په وینا د ګډ حکومت دوهم مشر عبدالله سره مشکل نلری ځکه هغه هم دفتر او غونډی لری نو لدی معلومیږی چی ټول پلان پاکستان استخباراتو ده چی عمران خان ددی خبری تایید په امریکا کی وکړ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x