افغانستان

عمران خان: د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله شتون نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان»  امریکا ته د خپل سفر په مهال د افغانستان د اوسني وضعیت، د سولې د مذاکراتو او د ډيورنډ د جنجالي کرښې په تړاو تازه څرګندونې کړې.

خان چې تېره ورځ یې د بهرنیو چارو د کمېټې په یوه ناسته کې خبرې کولې، وویل « د افغانستان او پاکستان تر منځ هيڅ رسمي پوله شتون نه لري، ډیورند د انګلستان له لوري رامنځته شوې کرښه ده».

نوموړي ددې ترڅنګ وویل « افغانان د امن مستحق دي او باید چې د همدې امن د راوستلو په موخه د طالبانو او امریکا مذاکرات بیا ځلې پيل شي».

د خان په قول، په افغانستان کې د امریکا په جګړه کې د پاکستان ښکېل کول یوه ستره تېروتنه وه او که امریکایان نوولس کاله نور هم په افغانستان کې جګړه وکړي؛ بري ته رسېدلای نه شي؛ نو ځکه ښايي، امریکا خپل پوځيان بیرته له افغانستان څخه راوباسي.

د پاکستان لومړی وزیر داسې مهال د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په نشتون اعتراف کوي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې ډيورنډ رسمي پوله یاده کړه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Zenda Bad Khan Saib Imran Khan Niazi.
If an Afghan (Imran) leads Pakistan then the Pakhtoon knows where the Abdali Borders were.

Adam Khan

Zenda Bad Khan Saib Imran Khan Niazi.
If an Afghan (Imran) leads Pakistan then the Pakhtoon knows where the Abdali Borders were.
Imran should go in person to the Torkham and paint the word border with a black marker.
You have to surprise Kabul the real and correct way honey.
Khan Saib if you are realy a Pakhtoon then you should do this right now
Bothe side there is the Shinwari tribe and they will kiss your hands

Khan Saib da ta da cha weregai
Ai da Abadali Khan aw Khoshal khan bachia khpal tareekh ta awgora

گل محمد نوری

دسردارمحمدداودخان دواک په مهال هغه مهال،چې ده پاکستان ته سفروکړاوپه دې سباچې پلاوی بیرته راته دشپې ناوخته دپاکستان دبهرنېيوچارووزيروحيدعبداله ته تيلفون وکړ،چې غواړم تاسويوځل وګورم هغه ورته وويل ډېرناوخته دی،هغه کړل چې ډېراړين کارلرم…بالاخره راغی اويوکاغذيي ورته مخ کې کېښود،چې دالاسليک کړی .وحيدعبداله ورته ووېل داڅه دي؟دادډېيورنډدکرښې اسناددي چې بايدپه رسمېيت وپېژندشي…وحېدعبداله موسکی شواوورته وويل ،نه يوازې داکارزه نشم کولی بلکې ولسمشرداودخان يې هم نشي کولی،ځکه چې په 1949کال لوې جرګې هغه ټول قراردادونه،چې انګريزانو سره يي په بيلابېلو وختوکې شوي ووټول يې لغوه اعلان کړي دي،نو به دې بنسټ دډورنډ کرښه هېڅ ډول رسمېيت نه لري

الحاج استاذ بیانزی

به ملګرو ملتو کی د عمران خان وروستی انقلابی څرګندونی د ویاړنی او ستاینی وړ دی هغه به لاندی ډول : لمړی :[ د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله شتون نه لري ] یعنی پاکستان او افغانستان یو اسلامی هیواد دی خلک یی ټول مسلمانان او ورونه دی ډیورنډ خط یی لیری او د هند بحر ته وغورځاوو الله ج دی وکړی چه د هغه همدا خبره راتلونکی کی عمیل بڼه ولری . دوهم : [ د امریکا په جنګ کی د پاکستان ننوتل یوه تیروتنه وه ] یعنی ، دا یو ډول له افغانانو د بخښنی غوښتنه ده… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د املایی غلطۍ اصلاح یا سمول :
د ( ورځ لله بلی) په ځای [ ورځ له بلی ]

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x