ورزش

مجیب ځدران په نړیواله درجه بندۍ کې نهم مقام ته پورته شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه ځوان سوکه توپ اچونکی مجیب ځدران د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه پوړ بندۍ کې له ۳۹م څخه ۹م مقام ته پورته شوی دی.

مجیب ځدران چې د بنګلدیش او زمبابوې پر وړاندې یې په درې اړخیزه سیریز کې په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه د شل اوریزو په نړیواله درجه بندۍ کې په لومړي وار له راشد خان وروسته په لومړي لسو توپ اچونکو کې شامل شوی دی.

۱۸ کلن مجیب ځدران چې په شل اوریزو سیالیو کې لومړي اورونه کوم چې په نوي توپ تر ټولو ستونزمن وي ترسره کوي، خو بیا یې هم غوره توپ اچونه ترسره کړه او په یاد سیریز کې يې ۷ ویکټې واخیستې، هغه په ۱۳ شل اوریزو لوبو کې په غوره اقتصادي توپ اچونې سره ټولټال ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

د افغانستان لوبډلې مشر راشد خان د توپ اچونې په نړیوالو شل اوریزو پوړ بندۍ کې لومړی مقام لري، نوموړی ۷۵۷ پواینټونه لري، دغه ډول مجیب الرحمن په ۶۵۲ پواینټونو لرلو سره ۹م مقام خپل کړی دی.

یوازې دا نه، بلکې په توپوهنه کې حضرت الله ځاځی د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې ۷۲۷ پواینټونه خپلوي، نوموړی اوسمهال په نړیواله درجه بندۍ کې ۵م مقام لري.

د شل اوریزو په نړیواله درجه بندۍ کې دا مهال د افغانستان لخوا راشد خان په توپ اچونه کې لومړی، مجیب ځدران نهم، په آلراونډرانو کې محمد نبي دریم او په توپوهنه کې حضرت ځاځی ۵م مقام لري.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډله اوسمهال په شل اوریزو سیالیو کې له ویسټ انډيز، سریلانکا او بنګلدیش وړاندې ده او ۷م مقام لري، دغه ډول په یو ورځنیو لوبو کې یې په لسم مقام ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x