ټکنالوژي

د سامسنګ لومړی کات کېدونکی مبایل د خرڅلاو لپاره چمتو دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): د سویلي کوریا مشهور شرکت سامسنګ اعلان کړی چې ددوی لومړی کات کېدونکی ځیرک مبایل به سبا د جمعې په ورځ د نړیوالو پرمخ وړاندې شي.

که څه هم د سامسنګ شرکت د ۲۰۱۸م کال په وروستیو میاشتو کې د دغه مبایل ځانګړتیاوې په ډاګه کړې وې خو له هغې وروسته یې د یو لړ ستونزو له کبله یې د وړاندې کولو نېټه وروسته شوه.

د سامسنګ شرکت چارواکو خبریالانو ته ویلي چې مونږ ته د مبایل په لومړیو کې ځینې ستونزې رامخته شوې وې چې له کبله یې د مبایل خرڅلاو وړاندې کولو نېټه وځنډېده، خو اوس مو ټولې ستونزې حل کړې او مبایل له هر ډول ازموینې څخه تېر شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې په لومړیو کې د کات کېدو او پرانیستلو پرمهال د مبایل پرمخ نښې راڅرګندیدې خو اوس دغه ستونزه حل شوې او مبایل د خرڅلاو لپاره بشپړ چمتو دی.

د معلوماتو له مخې د سامسنګ کات کېدونکی مبایل به په 5G خدمتونو هم سمبال وي، دغه مبایل د پرانیستلو پرمهال ۷.۳ انچه ډیسپلی ښيي چې د تابلیت بڼه غوره کوي، او د کات کېدو پرمهال یې ډیسپلی ۴.۶ انچه ښودل کیږي.

ددغه مبایل یو شمېر ګټې دي، تر ټولو غوره یې د کات کېدو پرمهال د عام مبایل په څېر استعمال دی چې هیڅ ستونزه نه لري، خو د ویدیو، براوزینګ، کتاب یا نور ګڼ کارونه سر ته رسولو لپاره د تابلیت په بڼه کار کوي.

Image result for samsung foldable mobileدغې مبایل کې به په یوه وخت درې کاریاله کار کوي، کوم ته چې سامسنګ د ملټي ایکټو وینډو (Multi active window) نوم ورکړی دی، ددې مبایل د انلاین خرڅلاو نېټه په امریکا کې د روانې ستمبر میاشتې ۲۷مه ټاکل شوې ده.

په لومړي وار د سامسنګ شرکت ددغه مبایل اعلان تېر ۲۰۱۷م کال په پای کې کړی و، له دې اعلان وروسته د ایل جي، ایپل، لینوو، شوامي، هوواوې او موټرولا شرکتونو هم اعلان کړی و چې خپل کات کېدونکی مبایل به وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x