افغانستان

حامد کرزی: ټاکنې هېواد د بې ثباتۍ لور ته بيايي او د سولې چانس ګواښي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ولسمشريزو ټاکنو سره مخالفت ښودلی، هغه يې د هېواد بې ثباتۍ او سولې د له منځه وړلو لامل بللي دي.

کرزي له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، ټاکنې به هېواد نور هم د بې ثباتۍ لور ته بوځي او له طالبانو سره د سولې شته چانس به هم وګواښي.

د کرزي په وينا ټاکنې د زړه د هغه ناروغ په څېر حالت دی، چې يو سړی د زړه خطرناکه ناروغي ولري، او بل څوک ترې د منډې سياليو کې د ګډون غوښتنه وکړي.

پخواني ولسمشر زياته کړې، چې جنجالي ټاکنې او جنجالي رايې اچونې به هېواد کې د تاوتريخوالي روانه لړۍ نوره هم تونده کړي او بې ثباتي زياته کړي.

حامد کرزي يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د سولې درېدلې خبرې بايد بېرته پيل شي، خو دا ځل بايد دا خبرې د امریکا او طالبانو نه، بلکې د افغانانو ترمنځ وي.

د حامد کرزي سربېره ډېری افغان سياستوالو هم په روان ترينګلي وضعيت کې ټاکنې د سولې پر وړاندې خنډ او د هېواد د بې ثباتۍ لامل بللي دي.

د امریکا سفارت هم ويلي، د ټاکنو امنيت او روڼوالي په اړه ورته ډېر شکايتونه رسېدلي او اندېښنه يې ښکاره کړې، که وضعيت همداسې وي، نو د ټاکنو پایلې به هم جنجالي شي.

د سياستوالو او کارپوهانو پر خلاف د ګډ حکومت چارواکي د ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار کوي او ټاکل شوې، چې د روانې تلې مياشتې په شپږمه ټاکنې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

کرزی د قدرت تږی دی
سالمی ټاکنی او نتائج به ئې د سولی! پر څرنګوالی او سرعت لا مثبته اغیزه ولری، بله دا چی طالب ګی چیغی وهی چی د حکومت سره خبرو ته نه کښېنی نو سوله او د سولی خبری د چا سره او څنګه تر سره شی؟

جميل

کرزيه !
ستا د دا مردار پک سر څخه به شيطانت و نوزی ، چی څومره دی ستونی وشلوی او ک… دی تر کوټی څيری کړی افغان غيرتی مجاهدين به د بيهمتو غلامانو سره مذاکرات ونکړی .

الحاج استاذ بیانزی

شاشحاع او ببرک کارمل په غلامی کی په غلام حامد کرزی او غلام غنی و عبدالله ډیر شرف لری شاه شجاع یو لونډ او کارمل ۲۲ او کرزی ۴۹ لونډانو فاحشه ده. اوس چه کوم شعارونه زمزمه کوی او یا یی د خپلی رسمی غلامی په اواخرو کی زمزمه کول هغه د لوڼدانو سره په تفاهم زمزمه کول او زمزمه کوی لوڼدان یی غواړی چه له غلام غنی د غلامی وزری قطع او سبینه کوتره یی جوړه او یو ځل بیای وکاروی او یا لږ تر لږه داسی وانمود کړی چه امریکایان په ملی شخصیتو باور لری او کاروی په… نور لوستل »

اجمل

کومه سوله ګواښی؟ سوله د اوربند په چوکاټ کی کیږی نه دا چی له یوی خوا د سولی خبری وی او له بلی خوا جنګ. اول اوربند بیا سوله.

گل محمد نوری

که د تاسی په یاد وی چی دولت په مشری اشرف غنی په کابل کی یو غونډه جوړه کړی وو او په هغه غونډه کی یی ډير سهولتونه تر بندیانو خوشی کولو پوری او سیاسی دفتر خلاصون خبره هم وکړه چی د ربانی ځوی په همغه وخت کی مخالفت وکړ، نو طالبانو وویل چی موږ له دولت سره سوله نه کوو او دا امریکا خبری دی. کله یی چی د قطر دفتر بیا فعال کړ نو زیاتره طالب مشران یی له بګرام څخه وویستل او کویټی شورا ته یووړل او له هغه ځایه یی د پاکستان په مشری بیا قطر… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x