شعـــــرونه

چې په ودو او جنازو مو سرې لمبې بليږي

محمد امين بسمل

له سلامونو اودرناوي سره به دا ذکر کړم، چې په رښتیا هم زما شعر دا یو څو میاشتې درېدلی و، خو دهلمند دموسی کلا عام وژنې بیا زما د شعر ویده ماغزه راويښ اوستاسو درنو لوستونکو ته مې دا پورتنی شعر ډالۍ کړ، هیله ده د خوښي وړ مو وګرزي.
ستاسو بسمل

د فدايانو لوی لښکر به ولې نه جوړيږي؟
چې په ودو او جنازو مو سرې لمبې بليږي

بېګاهلمند کې د نکريزو شپه وه څه پرې تېر شول؟
د قلم خولې ته مې هغه لفظونه نه سميږي

دغرمنۍ په خوړو بوخت دا بد خبر مې واورېد
ما وېل در ټول کړۍ دستارخوان نوره مې نه تېريږي

سرې وینې سرې نکریزي زما سترګو کې ډنډ ولاړې
ته وا شفق ته مې له سترګو سرې پیالې بهیږي

هغه چمبه په وینو سره پام چې یې ورکه نه کړئ
د ملالۍ ټپې ته سور او تال کې ښه غږیږي

هلمندي وروڼه خویندې میندې او دا ټول اولس یې
ځان به تباه خو اشغالګر ته یې سر نه ټيټيږي

زېړ مازدیګر له کندهاره یو تازه خبر و
د لغماني غازي په دوولسو کاړتوس وریږي

دعلیشنګ بچیه رب دې د جنت سردار کړه
ستا له همته کوټ په ګوټ زلمي نور هم پاڅيږي

تا یې زړه سوړ کړ د مکارغلیم جابر په وینو
ځکه بسمل قلم کې بیا د شعر جملې پنځیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x