
ارګ: سیاسیون دې د اندېښنو خورولو په ځای خلګ ټاکنو ته راوبولي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د هیواد یو شمېر مشهورو سیاسي څېرو په یوه ګډه ناسته کې ټاکنې په افغانستان کې د یوه بحران د زېږېدلو پیلامه یادې کړې؛ ګډ حکومت یې په غبرګو کې ویلي، په هیڅ صورت له ټاکنو لاس نه اخلي؛ نو ځکه سیاسیونو ته ښايي، خلګ ټاکنو ته وهڅوي.
د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر لیکلي « د افغانستان حکومت تر نظام د باندې سیاسیونو ته احترام لري؛ خو د اساسي قانون له مخې د یوه دیموکرات نظام دوام یوازې د ټاکنو په صورت کې شونی دی».
صدیقي زیاته کړې « د مېزان په شپږمه د ټاکنو ترسره کول حتمي او لازمي دي، سیاسیون دې د اندېښنو خپرولو په ځای خلګ د رایو صندقونو ته د تګ لپاره وهڅوي او په دې توګه دې په ټاکنیزه پروسه کې خپل محوري رول ولوبوي».
برگزاری انتخابات ریاست جمهوری در ششم میزان، حتمی است و سیاستمداران ما به جای ابراز نگرانی و تردید، با تشویق مردم پشت صندوقهای رای دهی، نقش محوری خویش را در پروسهی ملی و صیانت از قانون اساسی کشور ایفا نمایند. (2/2)
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) September 25, 2019
ارګ وروسته له هغو د سیاسیونو ناستې ته غبرګون ښيي، چې تېره ورځ د افغانستان د پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» په مشرۍ یوه ډله سیاسیونو د یوې ګډې اعلامیې له لارې یاده کړه، چې ټاکنې د افغانستان په خیر نه دي او ترسره کول به یې د افغانستان کړکېچ نور هم وغځوي.
د ارګ ایجړا ګان هر یو ( کرزی ع،غ ، صدیق، چخانسوری او غلامه اداره ) افغان وژنی او اسارت حتی اندینښنه هم نه ګڼی یعنی هغه اندیښنه هم سیاسیونو زیږولی قراره قراری ده افغانستان یو خپلواکی هیواد دی اشغال شوی نه دی کوم خارجی ټانکونه ، د وژنی الوتکی او نور نظامی مهمات هم د غلامی اداری د غلامانو د لونډانو دی د مظلوم اولس له څپیړو یی خوندی ساتی خو هغه غلام سیاسیون د لوڼدانو نمک حرامی کوی اندیښنی زیږوی ، نو ایجړا صدیقی خلکو ته ډاډ ورکوی چه تشویش نشته تشویش مه کوی