افغانستان

نبیل: په تیره پنځه کلنه دوره کې ۶۰زره سرتیري وژل شوی او ۶ لکه ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): که څه هم د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمیره د اړوندو امنیتي ادارو له لوري یا پټه ساتل کېږي او یا هم کمه ښودل کېږي؛ خو ځیني وخت د نظام د پخوانیو چارواکو له قوله ددې مرګ ژوبلې رازونه رسنیز شي.

تازه د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبيل،  د ټاکنيزو کمپاينو په وروستۍ ورځ، په يوه کمپایني غونډه کې وویل، کره او مؤثق معلومات دادي چې تيرو پنځو کلونو کې تر شپيته زره( ۶۰۰۰۰) ډیر افغان سرتيري وژل شوي او ۶۰۰ زره نور ټپیان شوي دي.

نبیل زیاته کړه « د امنیتي قواوو په وړاندې د زیات شمېر خلګو درېدل او د ګډ حکومت کمزورې رهبري ددې مرګ ژوبلې له بنسټيزو لاملونو شمېرل کېږي.»

دا ارقام داسې مهال رسنیز کیږي، چې څو میاشتې وړاندې اشرف غني هم په یوه کنفرانس کې ویلي وه، چې د ده د واک د مودې پر مهال شاوخوا ۴۵ زره تنه امنیتي منسوبین وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي.

د امنیتي ادارو مشرانو په ځلونو رسنیو ته منلې چې د ځواکونو تلفات یې لوړ دي، خو د نورو همسنګرانو د مورال لویدو د مخنیوي په موخه یې نه رسنیز کوي.

ولسمشر غني تازه په یوه مرکه کې شمشاد ته ویلي، قرباني شویو سرتیرو د نیویارک او واشنګټن د ګټو او امنیت د خوندیتوب لپاره خپل ځانونه مرګ ته ورکړي او له نیکه مرغه د یادو ښارونو امنیت هم خوندي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا بی همته په ډالرو پلورل شوی د کفر او د امريکی د ساتلو لپاره مرګ او جهنم خوښوی خو مجاهدين د اسلام او د خپل هيواد د ساتلو لپاره د جنت ابدی ژوند خوښوی .
د ډالری او غلام مزدور په جنازه کی خپلوان او ګاونډيان يی لا ګډون نکوی خو د شهيد مجاهد جنازی ته د ليری ځايو څخه د ثواب لپاره ګډون کوی .

الحاج استاذ بیانزی

د غلام نبیل دا احصایه چه په تیرو بنځو کلو ۶۰ زره فوخیان وژل شوی او شبږ لکه زخمیان دی سمه او حتی کمه ده تر دی زیات وژل شوی او زیات زخمیان دی مګر دغه خبیث غلام دا پنځو کلو دمخه یعنی د غلام کرزی د دوری په میلونو افغانانو وژنه ( چه نیبل خبیث پکی د بی امنی ریس وو ) نه ده یاده کړی چه په غلامی اردو او بولیسو سربیره په میلونو بی ګناه او بیدفاع افغانان بکی په شهادت ورسیدل او نبیل د کرزی سره په ګډه بریتونه تاوول ، دوی افغان وژنه کوله او… نور لوستل »

اجمل

په خاطر د دی چی د خلکو توجه ځان ته جلب کړی د انتخابات په خاطر دروغ ویل هم جایز دی. ۶۰ زره فکر وکړه چی ریښتیا ده ۶ لکه خو ټوله اردو نده شاید ملکیان او طالبان یی هم ورسره شمارلی وي.

Ahmed

دا ده اشغالګرو ده اهدافو لپاره قربانی سول
صد افسوس صد افسوس
زمونږ نادانه وروڼه او بچېان ول
دنېا هم برباد. او اخرت هم
الله ج
دی ده مسلمانو په حال رحم وکړی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x