د شیاومي شرکت نوی په زړه پورې مبایل چې دواړه مخه ډیسپلی لري – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): د چین مشهور شرکت «شیاومي» د اعلان له مخې یې داسې ځیرک مبایل چمتو کړی چې بشپړ مبایل «شا، مخ او څنګونه) یې ډیسپلی ده.

د ټکنالوژۍ په سلسله کې د ځیرک مبایلونو جوړښت د حیرانونکي پرمختګ په لور روان دی، هر کال د مبایل شرکتو په دې کوښښ کې وي چې په کوم اساس ځانګړی مبایل وړاندې کړي چې نړیوال حیران او ځان ته راجلب کړي.

په دې لړ کې د چین شیاومي شرکت وایي، داسې مبایل یې چمتو کړی چې دواړه مخو ته یې د ۱۸۰ درجې ایل سي ډي LCD سکرین ورکړل شوی دی.

یاد شرکت خپل نوي Mi Mix Alpha مبایل ته «خیالي ځيرک مبایل» نوم ورکړی، په دغه مبایل کې د بیترۍ چارجولو او د شبکو ښودلو نښې څنګ څرګندیږي، دغه ډول یې د غږ پورته کولو او ټيټولو تڼیو پرځای طبیعي ځانګړتیا پر سکرین ځای پرځای کړې ده.

ددې مبایل په شا خوا باندې توره پټه ورکړل شوې چې د سکرین برخه نه ده بلکې په دې کې کامرې، فلاش او نور سنسرونه ورکړل شوي دي.

Image result for xiaomi mi mix alpha

دغه مبایل چې د تېره ورځ د ستمبر په ۲۴مه نېټه وړاندې شوی له ۷.۹۲ انچه ډیسپلی، د ۲۰۸۸ پر ۲۲۵۰ پیکسلو ریزولوشن سره چمتو شوی، په دې کې کوالکوم سنیپ ډراګون ۸۵۵ پراسیسر ورکړل شوی، ۱۲ جي بي ریم لري او ۵۱۲ جي بي داخلي حافظه ورکړل شوې ده.

ام آی مکس الفا مبایل د ۱۰۸ میګا پېکسله په زړه پورې منځنی کامره لري، دغه ډول ۱۲ او ۲۰ میګا پېکسله دوه نورې کامرې هم لري. سربېره پر دې په دې کې د ۴۰۵۰ ملي امپیره بیترۍ ورکړل شوې چې ۲۴۱ ګرامه وزن لري.

ددغه ځانګړي مبایل بیه ۲۸۰۰ امریکایي ډالره ایښودل شوې خو بازار ته د وړاندې کېدو نيټه یې نه ده په ډاګه شوې، داسې ویل کیږي چې د روان کال په دسمبر میاشت کې به وړاندې شي.

Image result for xiaomi mi mix alpha

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د