
د مذاکراتو د ځنډېدو لاملونه او پايلې «دوهمه برخه»
حفيظ الدين پيرزاده
دلته به اوس په ھغو لاملونو وغږیږو چې له مخې یې د مذاکراتو د بیا پیل کیدو قوي احتمال ترې ثابتیدای شي.
ټرمپ څو ځله په خپلو خبرو کې ویلي چې جگړہ گټلی شي خو د لس میلونه انسانانو پر وژلو.
خلیلزاد وایي موږ او افغان دولت نولس کاله جگړہ وکړہ چې طالب مات کړو، اما نشد( خو و نه شوہ).
دا د امریکې د تر ټولو جگپوړو چارواکیو پخپل شکست بربنډ اعترافونه دي.
د جگړې د نه گټل کیدو په صورت کې بې د مذاکراتو بل بدیل وجود نه لري.
امریکا په دې ښه پوھیږي چې د ھغوی او ناټو راتگ افغانستان ته یوہ تیروتنه وہ، خو اوس که ھمداسې بې مسولیته وځي دا به بله تیروتنه وي چې تر راتگه به یې نقصانات څو برابرہ زیات وي.
نو ځکه باید مذاکرات پیل شي تر څو امریکایانو ته د یوې نسبتا معقولې وتنې زمینه برابرہ شي؛
زہ په لاندې دلایلو دا خبرہ کوم چې مذاکرات به ډیر ژر بیا پیل شي
۱- د ټرمپ متزلزل شخصیت
ټرمپ د شخصیت له مخې داسې یو څوک دی چې ھیڅ دیني یا سیاسې گروھې ته معتقد نه دی!
بش دا جگړہ ( The last crusades war) یا اخري صلیبي جگړہ بلله خو ټرمپ داسې نه دی.
ھغه بزنس مین دی، بازاري خوی لري چې څه کې گټه ورته ښکاري ھماغه کوي او په فعلي شرایطو کې د امریکې گټه په دې کې دہ چې جگړہ ودریږي او ھغوی له بې ځایه ملا ماتونکیو مصارفو خلاص شي
۲- په امریکا کې د جگړې ضد لوری
لکه څرنگ چې ټرمپ د سولې خبرې د جگړہ خوښو کړیو د رضامندۍ لپارہ ودرولې نو اوس به یې د جگړې ضد سیاسیونو د فشار په نتیجه کې د بیا پیل کولو اعلان وکړي
۳- د سیاسي اجماع نه شتون
په امریکا کې د جگړې پر طرف ھغسې سیاسي اجماع چې د وړوکي بش پر وخت موجودہ وہ، اوس نشته.
پر داسې پریکړو کلک ودریدل چې په ھیواد کې یې ډیري سیاسیون مخالف وي، د ټرمپ پشان د دروغجن سیاستوال لخوا نا ممکن دي.
۴- اقتصادي بوج
امریکا تر اوسه په دې جگړہ کې تر یو تریلیون ډالرو ډیرې پیسې لگولي. ھمدومرہ نورې پیسې به ھم په کار وي تر څو امریکا په راتلونکیو څلویښتو کلونو کې خپل ھغه ټپونه پرې ورغوي چې د افغانستان په جگړہ کې یې خوړلي.
دا دومرہ ستر ملا ماتونکی اقتصادي بوج د جگړې د دوام په صورت کې لا نور ھم ستر کیږي نو امریکا مجبورہ دہ د دې مصارفو د مخنیوي لپارہ بیا مذاکراتو ته راودانگي
۵- د امریکې انتخابات
د امریکې ولس نور له دې بې مفھومه جگړې تر پوزې راغلی. ټرمپ تیر انتخابات په ھمدې دلیل وگټل چې دا بې مفھومه جگړہ به ختموي او ھغه پیسې چې نن پر جگړې لگیږي، به د خپلو خلکو د رفاہ او ښیگڼې لپارہ په کار اچوي.
اوس چې بیا په امریکا کې انتخابات نژدې دي، ټرمپ مجبور دی له خپلو خلکو سرہ کړې وعدہ پورہ کړي؛ مذاکراتو ته را ودانگي او جگړہ پای ته ورسوي تر څو د جگړې له پای ته رسولو څخه د خپل انتخاباتي کمپاین په موثریت کې د یوې حربې په توگه کار واخلي
۶- د عام پاڅون ویرہ
د ویتنام په جگړہ ( ۱۹۵۵ م- ۱۹۷۵ م ) کې د امریکا فوځ د ویتنام خلکو مات نه کړ بلکې د سپینې ماڼۍ مخې ته د امریکائي ولس مظاھرو مات کړ!
ولسي خلکو به ویل موږ ولې خپل بچي د ویتنام د فاسد رژیم د ساتنې لپارہ قرباني کړو؟
د کابل ادارې مزدور حیثیت او فاسد بدن ورځ تر بلې د نړۍ مخې ته مخ پر بربنډیدو دہ.
د ټرمپ ادارہ ویرہ لري ھسې نه ھماغه د ویتنام سناریو یو ځل بیا تکرار شي چې بیا به د خپل ولسي فشار له امله په فضیحت او بې شرمۍ افغانستان ھم لکه د ویتنام پریږدي.
د ھماغې سناریو د تکرار له ویرې مجبور دي مذاکرات بیا پیل او د یو جوړ جاړي له لیارې ځان ته د یوې نسبي ابرومندانه وتلو لار غورہ کړي.
۷- د افغانستان لیرې او نژدې گاونډیان
داعش یوہ مطلقه خارجي پدیدہ دہ چې امریکایانو د کابل ادارې او پاکستان په مرسته افغانستان ته راوړله او بیا د کرزي په وخت کې یې په ډیر مھارت د ھیواد شمال ته سرایت وکړ.
چین، روسیه، ایران، مرکزي اسیا او نور لیرې او نژدې گاونډیان چې لا پخوا په افغانستان کې د ناټو له حضور څخه په ویرہ کې و، د داعش له راتگ سرہ ځانونه مجبور احساس کړل چې د افغانستان په مسئله کې فعال سیاست ولوبوي.
که افغانستان ته سوله راځي، داعش او ناټو دواړہ له افغانستان څخه ورکیږي او د گاونډیانو تشویش تر یوہ حدہ رفع کیږي.
ھمدا لامل دی چې په ځانگړي ډول چین او روسیه به پر امریکا فشار واردوي چې مذاکرات بیا پیل او له افغانستان څخه ووځي
۸- د ناټو غړي ھیوادونه
داسې ښکاري چې د ناټو غړي ھیوادونه نور له دې جگړې ستړي او د بې ځایه مصارفو څخه د خلاصون لیار لټوي. دوی به ھم پر امریکا فشار راوړي چې مذاکرات بیا پیل او د افغانستان د تخلیې په لارہ کې معقول قدمونه واخلي
۹- د طالبانو فعاله دیپلوماسي
له امریکې سرہ مخامخ خبرې غالبا په ۲۰۱۰ م کال د جرمنیانو په منځگړیتوب د طالب دیپلومات سید محمد طیب آغا په ابتکار پیل شوی چې بیا د ھمدې دیپلوماتیکو ھڅو په لړ کې په کال ۲۰۱۳ م کې د قطر سیاسي دفتر پرانستل شو او ورپسې د امریکائي بندي په بدل کې له گوانتنامو څخه پنځه لوړ پوړي طالب چارواکي آزاد شول.
د مسکو په غونډہ کې د شیر محمد عباس ستانکزي له خارجي ژورنالستانو سرہ مفصلې خبرې او په تعقیب یې د مسکو په بله غونډہ کې د امیر خان متقي لخوا د اسلامي امارت دریځ د نړیوالو غوږونو ته رسول د طالبانو سترې لاسته راوړنې وې.
طالبانو نړیوالو ته ځانونه ھغسې ور وپیژندل لکه څنگه چې ھغوی دي نه ھغسې لکه څنگه چې سي إن إن، بي بي سي، فاکس نیوز او نورو غربي رسنیو د خپلو ولسونو په ذھنونو کې ترسیم کړې و.
اوس طالبان نړۍ د افغان مسئلې د یوہ مطرح طرف په توگه پیژندلي او داسې یې په یوہ ټویټ له نظرہ غورځول نه ممکن دي او نه معقول!
د طالبانو ھمدا نړیوال حیثیت به نن یا سبا امریکا دې ته اړہ کړي چې بیا مذاکرات له ھماغه ځایه پیل کړي چرته چې ودریدلي و
۱۰- نا انډوله جگړہ
امریکا د ریگن د اقتدار پر مھال افغان مجاھدینو ته سټینگر میزائیل ورکړل.
دی کار د روسانو ھوایي برلاسي داسې ور وننگوله چې د ډیرو ھوایي تلفاتو له امله یې د شکست پر منلو له افغانستان څخه په ډیر بد حالت کې پښې سپکې کړې.
اوسني حالات ھم ھماغه د روسانو د تجاوز د وخت له حالاتو سرہ شبیه دي.
که طالبان وتوانیږي چې د وسلو په نړیوال تور بازار کې د بې پیلوټه الوتکیو، ھیلي کوپترو، او نورو جنگي الوتکیو د راپرځولو وسلې په پیسو را ونیسي او یا یې کوم ھیواد ورکړي، بیا به د امریکا ھم ھماغه حال وي کوم چې د اتیایمې لسیزې په آخر کې د روسانو و.
د امریکې تیوری جوړونکي او سیاسیون دې نکتې ته تر بل ھر چا ډیر متوجه دي نو ھغوی به خپله ادارہ دې ته اړہ کړي مخکې له دې چې د ھماغسې حالاتو سرہ لاس او گریوان شي، بیرته مذاکراتو ته راوگرځي
۱۱- د جگړې نا معقولیت
امریکې پر افغانستان د دوہ عمدہ موخو لپارہ حمله وکړہ؛ لومړی د القاعدہ ځپل او دویم په افغانستان کې داسې حالات را پیدا کول چې پر مټ یې دا خبرہ یقیني شي چې امریکا او متحدینو ته به یې بیا له افغانستان څخه تھدید نه متوجه کیږي.
اوس دا دواړہ موخې تر لاسه شوي؛ القاعدہ نورہ پخپله د پنټاگون په قول، په افغانستان کې وجود نه لري او د نه تھدید ضمانت ورته طالبان د نړیوالو شاھدانو په حضور کې ورکوي.
فلھذا نور نو امریکې سرہ دلته د پاته کیدو او د خپل غیر قانوني او نا مشروع اشغال د دوام ھیڅ بھانه په لاس کې نه دہ پاته، نو مجبورہ دہ مذاکرات بیا پیل کړي او له دې ځایه وتښتي!
د ھمداسې یوې ورځې د لیدو په ھیله
و ما ذالک علی الله بعزیز
________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۲۴/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن