ورزش

د کرېکټ ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له بنګلدېش او زمبابوې سره تر درې اړخیزه شل اوریزو او له کوربه هېواد سره تر یوازينۍ ټيسټ سيالۍ وروسته نن هېواد ته راستنه شوه.

د دغه سفر پرمهال د کرېکټ ملي لوبډلې له بنګلدیش لوبډلې سره د راشد خان په مشرۍ په لومړي وار یوه ټیسټ لوبه ترسره کړه چې د افغانستان په بري سره پای ته ورسیده.

دغه راز له زمبابوې او بنګله دېش سره په درې اړخیزه شل اوریزه سياليو کې هم ملي لوبډلې دوه لوبې وګټلې او دوه یې وبایللې چې پایلوبه کې له بنګله دیش سره مخ شوه او د باران ورښت له کبله پایلوبه لغوه اعلان شوه، او لوبلړۍ د افغانستان او کوربه لوبډلو ترمنځ مساوي اعلان شوه.

لکه څرنګه چې د يادو سياليو په لړ کې د افغان لوبډلې په ځوانو لوبغاړو کې رحمان الله ګربز او نوین الحق ښه وځليدل، دغه ډول راشد خان هم د حامد کرزي په نړيوال ډګر کې رسنيو ته د خبرو پرمهال ځوان لوبغاړي وستايل او دوی يې د افغانستان کرېکټ راتلونکي وبلل.

له دې وروسته به د ملي لوبډلې لوبغاړي د ويسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې سياليو لپاره چمتو والی نیسي چې د راتلونکي مياشتې په نومبر مياشت کې به ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ستمبر میاشتې له ۵مې نېټې څخه په بنګله دیش هېواد کې رسمي لوبې پيل او د همدې میاشتې په ۲۴مه نېټه دغه لړۍ پای ته ورسوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x