افغانستان

زلمی خلیلزاد له سرګي لاوروف سره د افغان سولې په تړاو غږېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر «سرګي لاوروف» سره د افغانستان د سولې په تړاو غږېږي.

سپوتنیک خبري اژانس د «زلمي خلیلزاد» له قوله لیکلي، چې نوموړی نن ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې له سرګي لاوروف سره د مل پلاوي سره ناسته کوي او له نوموړي سره د افغانستان د سولې او اوسني وضعیت په تړاو غږېږي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د څو میاشتنیو مذاکراتو تر لغوه کېدلو وروسته خلیلزاد یو ځل بیا له بهرنیو ډيپلوماټانو سره لیدنې پیل کړې، نوموړي تېره ورځ د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» او د اندونیزیا د باندنیو چارو له وزیرې سره هم لیدلي وو.

د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات چې څو میاشتې یې په بر کې ونیوې، څه موده وړاندې د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له لوري لغوه اعلان شول، د امریکا ولسمشر په لومړیو کې په کابل کې د طالبانو د برید په پایله کې د یوه عسکر وژل کېدل د مذاکراتو د لغوه کولو لامل وباله؛ خو وروسته یې یاده کړه، چې اوربند ته د طالبانو د نه حاضرېدو له امله یې مذاکرات لغوه کړي.

بل لور ته طالبان وایي، اوس یې هم د مذاکراتو دروازې د امریکايي لوري په مخ خلاصې دي او بیا هم د افغانستان دکړکېچ سوله ییز حل ته ژمن دي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي «مولوي امیرخان متقي» له «نن ټکی اسیا» سره په خپله وروستۍ مرکه کې وویل « مذاکرات په امریکايي ټولنه کې د چارواکو د خپلمنځي اختلافاتو او نه همغږي په پایله کې لغوه شول او زیان یې هم امریکايي لوري ته رسېږي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

څه چی پيښيږی او څه مکرونه چی دښمنان کوی ټوله الحمدلله د مجاهدينو په ګټه تماميږی ، پدی چی دوی حق دی او الله تعالی د حق مل او ملګری دی .
د طالبانو کرامو لاس بيا نور لوړ شو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x