نظــر

سولې ته تږی ملت؛ او د انتخاباتو په عنوان بحران ته کمپاین کوونکي مشران

استاد محمد زمان مزمل

په تېر دوران کې ډلو او سیاستوالو بلکې مشرانو په سیاست او حکومتولۍ کې هومره ټیټ وختل چې پای د امریکا په راوړې دیموکراسۍ کې د ظاهرشاه د پاچاهۍ مخالفو ډلو په یوه شرمینده ورځ کې پخواني پاچا ته د ملت د بابا لقب ورکړ.

نن چې ددغه لقب پر بخشش اولس کاله تیر شول بیا هم د پردیو کوربتوب او د ټیټې حکومتولۍ دا ټیټ دوران د همدغو ډلو او سیاستوالو په منځ کې لاندې باندې کیږي.

د حاجي صیب دین محمد په روایت هغه وخت چې هغه والي و هغه په یو انتخاباتي کمپاین کې د ډیر ټیټ تعامل د یو مورد په اړه د انتخاباتو یوه مسؤل ته طعنه ورکړه:
چې دا څه انتخابات دي؟
هغه ورته په خندا کې وویل موږ دیموکراسي پریکټس کوو.

خدا خبر چې دې پریکټس پدې ملت کې د انساني تلفاتو او خپلو سیالو ګاونډیانو ته د پېغور موږ ته څومره سپک تاریخ په ځای پریښود  اوهر ځل د یوې ناکامې حکومتدارۍ او انسان وژونکي جنګ په تسلسل کې بیا هم د یو کوچني توقف او نوي نظر پرته همدا ناکام لوبغاړي له سره همدې غلط شعار د یو بل ننګین پړاو د اغاز لپاره پدغه جنګ او انساني تلفاتو داسې سرسيرن تیریږي او د خپلو ټیټو اجرااتو د محاسبې پر ځای داسې ژوندي کمپاینونه پیلوي چې وا راتلونکی پړاو به یي تحول د وال سټریټ د دیموکراسیو تاریخ شرمینده کړي.

پدې څلورم دور کې چې هر څه پخپل ځای دي جنګ،ملي تلفات، له خپل ملت سره جنګ ته اړ کړې اردو، مظلومان، دبهرنیو مداخلې،د انتخاباتي کمیسونونو ناتواني او هغه کم ظرفي چې هر ځل پکې د تېر ځل په نسبت د جعل او تقلب نوی ریکارډ قایموي بیا هم زموږ خلک بلا کوي ددغو ډلو او مشرانو په کمپاینو کې حاضري ورکوي.

منم چې انتخابات د دیموکراسۍ په مور هیوادونو (انګلستان،امریکا )کې هم مشکلات لري آن چې د ټرمپ د ریاستي جمهوري د انتخاباتو پر جنجال لا اوس هم په امریکا کې سیاسي شخړه کله کله مطبوعاتي کیږی
او له دې پرته انتخابات پخپل غربي ترکیب کې اصلا د څو سرمایه دارو او لاردانو په منځ کې د حکومت د تناوب پتمنه طریقه ده
اهل او باشخصیته پوهنتوني استادان پکې د کاندیدو شرایط نلري ولې په افغانستان کې ددغې دیموکراسۍ تورې پوټوکاپي پر موږ اتلس کلنه روانه جګړه بدرنګه توجیه کړه.

امریکا او انګلستان پخپل اشغالي پړاو کې وکولی شول چې د افغانانو په منځ کې هم د غلا شوو ډالرو په سلسله کې څلویښت افغاني لاردان (لاټیان)پیدا کړل او دا دریمه دوره ده چې حکومت او ددغې فاسدې واکمنۍ جریان ،تشکیلات او هر څه ددغو لاردانو په منځ کې لاندې باندې کیږي.

تاسې وګورئ په کاندیدو کسانو کې هغه چې تر ټولو ښه منطق لري لکه ډاکټر جلیلي او نور…
هغوی به هیڅ وخت د مخکښو کاندیدانو کمربند ته لاره پیدا نکړي.

همدغې پردۍ تجربۍ موږ دوه ځله په بحران ودرولو بیا هم که د دیموکراسۍ د مور ښاغلو لکه جانکیري نه و رادانګلي او د امریکا په سفارت کې مؤقت ورکشاپ نه و تشکیل کړی د عبدالله عبدالله خیمې په داخل کې د اور ډیر وسایل درلودل.

اوس چې دغه فلمي انتخابات چې د دوه څلویښت میلونو افغانانو په منځ کې ایله د دوه میلونو افغانانو منتخب رئیس ټاکل کیږي او هغه هم ددغسې جعل او تقلب کې چې د اولس کاندیدانو نه غوڅ اکثریت پرې باور نلري.

بیا هم د تېر تقسیم شوي حکومت غیرې ممثل واکداران شله دي چې باید د ولس په خوښه منتخب مشر انتخاب شي.

کوم انتخابات؟ کوم ولس؟ او په کومو شفافو انتخاباتو؟.
همدا ځای ده چې اکثریت کاندیدان او د ملت اکثریت ملي مشران پدې انتخاباتو باور نلري او د یقین په حد کې وایي:

چې دغه مشران د انتخاباتو په عنوان ایله بحران ته کمپاین کوي.

په هغوی کې شته داسې چې فکر کوي چې د بحران په صورت کې به بیا امریکا خپل مؤقت ورکشاپ پخپل سفارت کې فعال کړي او د چوکیو دغه پیچلی تقسیم به بیا هماغسې په یو سازش کې تنظیم او غټه برخه به د امریکا د خوښې منتخب ته ورکړي.

مګر دا ځل ….مګر دا ځل نه امریکا دغسې طرحه لري او نه هم طالب او هغه ډلې چې سولې ته معتقدې دي چاته ددې فرصت ورکړي چې د انتخاباتو په ځای د امریکا د مداخلې په تنور څه پاخه او څه تر لاسه کړي.

یابه هېواد داخلي جنګ ته ځي او یابه د اردو په مداخله هغه جبري حل منځته راځي چې د شوروي د مهال د دوستم کردار به پکې یوه ټوکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x