شعـــــرونه

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

دا څۀ د انځر ګل، د یوسف ورور شولې جانانه
په تا پسې مې دوه سترګې څلور شولې جانانه

چې څوک دې راته نوم اخلي زۀ من من غوښه اخلم
قربان دې شمه څومره ښۀ پېغور شولې جانانه

خدای ښۀ پوهېږي، تۀ او زلیخا ورته معلوم یئ
پروا نشته په هر نامه که تور شولې جانانه

نارو د اناالحق دې ټول جهان ګوته په غاښ کړ
منصور شوې، د یوې پاکې مینې شور شولې جانانه

نسلونو ته لالیه د غیرت او عبرت درس شوې
د ننګ په تاریخونو کې انځور شولې جانانه

هغوی غوښتل چې نوم نښان دې ورک شي له نړۍ نه
خو تۀ لکه د خدای نور داسې خپور شولې جانانه

په زړونو کې اوسېږې “خدرخېل” درباندې ویاړي
د ماتو او ټپي زړونو ټکور شولې جانانه

ـــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۸/۷/۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فردا

چې څوک دې راته نوم اخلي زۀ من من غوښه اخلم
قربان دې شمه څومره ښۀ پېغور شولې جانانه
واه واه

masoom afghan

نسلونو ته لالیه د غیرت او عبرت درس شوې
د ننګ په تاریخونو کې انځور شولې جانانه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x