نړۍ

د امریکا ولسي جرګې د ټرمپ د ګوښه کولو لپاره پلټنې پيل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): د امريکا د ولسي جرګې رئيسې نينسي پلوسي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اوکراين ولسمشر ترمنځ د جنجالي تيلیفوني خبرو د څېړلو او ټرمپ د ګوښه کولو لپاره څېړنې پيل کړي دي.

د ديموکرات ګوند غړې او د ولسي جرګې مشرې نينسي پلوسي پر ولسمشر او د راتلونکو ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري پلوو نوماند ډونلډ ټرمپ تور لګولی، چې نوموړي په راتلونکو ټاکنو کې د بريا لپاره د اوکراين له ولسمشر څخه مرسته غوښتې ده.

په ولسي جرګه کې اکثريت د ديموکراتانو دی او د ديموکراتانو استازي پر ولسمشر ټرمپ تور پورې کوي، چې د ۲۰۲۰ ولسمشر ټاکنو د بريا لپاره ولسمشر ټرمپ د اوکراين په مرسته د خپل ديموکرات سيال جوبايډن د شخصيت سپکولو هڅه کړې ده.

ټرمپ له خپل اوکرايني سيال سره څه ويلي؟

سپينې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ او د اوکراين د ولسمشر ولودمير زيلينسکي د ټيليفوني خبرو ځينې برخې خپرې کړي، چې ټرمپ په کې خپل اوکرايني سيال ته وايي، د جوبايډن زوی هنټر بايډن چې په اوکراين د ګازو په شرکت کې پانګوال دی، بايد پر ضد يې پلټنې پيل کړي.

ټرمپ دا هم ويلي، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستيال او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ديموکراتانو نوماند جوبایډن په ۲۰۱۶ کال کې د اوکراين لوی څارنوال په ګوښه کولو کې رول درلود؛ ځکه هغه څارنوال د جوبایډن د زوی پر ضد د څېړنو غوښتنه کوله.

د ولسي جرګې مشرې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ملي امنيت پر ضد ګواښ بللي او ټينګار يې کړی، چې هېڅوک له قانونه لوړ نه دي او ولسمشر بايد ځواب ووايي.

ټرمپ د ديموکراتانو له لوري د استيضاح او پلټنو غوښتنه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د هغه شخصيت سپکول بللي او وايي، چې ديموکراتان ټاکنې بایلي؛ ځکه يې د داسې پلټنو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسي جرګه کې د ديموکراتانو اکثريت دی، که د څېړنو په پایله کې ټرمپ ملامت شو، کېدای شي له ولسمشرۍ ګوښه او محکمې ته د مجرم په توګه ور وپيژندل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

دا سړی يو زوړ، مغز خوړلی لېونی او عقلي او عصبي ناروغ دی. د مزاج استقرار نه لري، کله يو څه، کله بل څه وايي . لومړی يې بايد له دې پلوه صحي معاينات وسي. که يې دغسي معاينات وسي زه فکر کوم چي سل په سل کي به لېونی جوت سي.

هدی

استاده ! ټرمپ نه یوازي دا چي دماغي ستونزي لري لیونی دی ،بلکه یو متکبر، عیاش او په عین حال کي مغروره فاسد انسان هم دی. د دې ولس د بې ګناه کسانو او ماشومانو د بمبارولو ازار به یې ان شاء الله ډېر ژر په خپلو کي سره واچوي او په خپل جزا به ورسیږي.

گل محمد نوری

یو مشهور انګرېز نجومي وړاندوینه کړې چې د نوستراداموس د متونو په اساس به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سږ کال ترور او ووژل شي. دغه انګرېز نجومي کریګ پارکر انګلیسي ایکسپرس ته ویلي، د ۲۰۱۹ کال په تړاو یې له نوستراداموس متونو څخه وړاندوینې را ایستلې دي. نوموړی وايي، د دغو متونو په اساس دعوه کولی شي چې ټرمپ به سږ کال ووژل شي او منځني ختیځ کې به یوه لویه جګړه پیل شي: (( زه په باور سره وایم چې سږ کال به له روسیې سره هم اړیکو کې د امریکا ژور بدلونونه راشي.)) نوستراداموس چې اصلي نوم… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x