افغانستان

طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونو ته بیا ځلې اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): طالبانو د یوې اعامیې له لارې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان «WHO» درول شویو فعالیتونو ته د بیا ځلې پيل اجازه ورکړه.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یادې ډلې د روغتیا د نړیوال سازمان د ځينو خپلسرو او مشکوکو فعالیتونو له امله ددې سازمان فعالیتونه درولي وو او د هغوی د امنیت په برخه کې شوی تعهد یې لغوه کړی وو؛ خو اوس یې د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري د پرلپسې اړیکو او د هغوی له لوري د «خلاوو» د ډکولو له امله بیا ځل یاد سازمان ته د فعالیت اجازه ورکړې.

په اعلامیه کې ویل شوي « اسلامي امارت د هر قسم بشري خدمتونو په اړه ځانګړي تشکیلات، قوانین، لوائح او مقررات لري د هغوی په رڼا کې نه یوازې داچې پخپله لاس په کار دی؛ بلکې ټولو نړیوالو بشري سازمانونو او نا دولتي مؤسساتو ته یې د بشري خدمتونو لپاره زمینه برابره کړي او تر خپله وسه د کارونو په پرمختګ، بهبود اوشفافیت کې د هغوی مرسته کړي ده.»

د اعلامیې له مخې طالبان او د روغتیا نړیوال سازمان دې موافقې ته رسېدلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان ټول کارکوونکي به یوازې بشري فعالیتونه کوي، په مشکوکو فعالیتونو کې به برخه نه اخلي، کارکوونکي به د طالبانو له موافقې سره سم ګماري او د ګوزڼ واکسین به یوازې په روغتونونو کې ورکوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x