افغانستان

حکمتيار: که په ټاکنو کې درغلي وشي، د طالبانو لار به غوره کړو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي ګوند مشر او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند ګلبدين حکمتيار ويلي، که په ټاکنو کې درغلي وشي، پایلې به يې هېڅکله د منلو وړ نه وي او دی به اړ وي، چې د طالبانو لاره غوره کړي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړې: «ما نظامي سنګر پرېښی، د ټاکنو ډګر ته راغلی يم او د خلکو د رايو له لارې د نظام د بدلولو هڅه کوم، خو که پوه شوم، چې ټاکنو کې درغلي او ټګي شوې، پایلې به يې هېڅکله د منلو وړ نه وي او سياسي ګوندونه به اړ شي، چې د طالبانو په څېر وسله‌ واله لاره غوره کړي.»

د حزب اسلامي مشر زياته کړې، که په ټاکنو کې درغلي ونه شي او زه يې وبایلم، نو په اسانه يې پایلې منم او ګټونکي ته به يې مبارکي ورکړم.

ګلبدين حکمتيار حکومت ته خبرداری ورکړی، چې «په خپل راتګ مو مه پښېمانه کوئ، که تاسې ما کابل ته په راتګ پښېمانه کړئ، نو به بېرته هغې لارې ته وګرځم، چې تجربه يې هم لرم او کولی يې هم شم.»

ګلبدين حکمتيار دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ميزان په شپږمه يعنې درې ورځې وروسته ولسمشريزې ټاکنې ترسره کيږي، خو ډېری سياستوال ولسمشريزې ټاکنې د جګړو او بې ثباتۍ د زياتېدو لامل بولي او وايي، چې په اوسني وضعيت کې رڼې ټاکنې ناشونې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طیب

اوس دی غیرت او ایمان معلوم سو ھسی توپونہ مہ ولہ

احمد

ته له پخوا چندان شی نه وي خو خلكو نه پیژاندی اوس دی څرمن هر چا ته مالومه شوه ناكامي دي سل سلنه په يقين كامل سره ومنه او هيڅ توره هم نشي كُوي دا گز آؤ دا میدان که تر دي پرته بله خبره شوه د پښتو بد آؤ پور دی منم

masoom afghan

یوه کلی کې یو سړﺉ و، چې ډیر بدرنګه ډیر بد شکله انسان و مګر ډیر ځیرک او د مرکو سړﺉ و د هر چا فیصله به چې یې وروکړه. هغه دواړه جانبین خلک بې قانع کړل ډیر مشهور سو لرو پرتو سیمو کې یوه ورځ د خپل کلی نه ډیر لرې بل کلې ته لاړ هلته جرګه وه فیصله وشوه جرګه ختمه شوه سړﺉ! د کلی په منځ ورګډ شو چې د انجنو یوه ټولۍ د ګودر غاړې ته نژدې ولاړې وې ټول انجونې د دې سړی په انتظار ناستې وې چې د دې سړی شکل وګوری دا څنګه… نور لوستل »

Ajmal

دا هعه تير وختونه ندى چى خلکو به فکر کړو چى دا اوړى او ژمى به هم د حکمتيار لاس کى وى،هيڅ هم نشى کولاى،ستا په نه شتون کى هم دا جنګونه وو او که ته راعلى هم دا جنګونه شته .

هدی

واک او قدرت عجب د ځینو کسانو شرم او حیا له منځه وړي او د هغو څخه بې غیرته او بې وجدانه انسانان جوړوي ….

هدی

هغه بیچاره قدرت ته د رسېدو لپاره څلویښت، پنځوس کاله مبارزه کړې ده، واک ته د رسېدو لپاره یې څو ځله افغانستان ټکر ټکر کړ، آخر هم درغلۍ وسي ؟!

اجمل

حکمتیار له خپلو خلکو سره سوله وکړه تر اوسه یی حکومت کومه دنده نشته خو بر عکس طالبانو غوښتل چی له کافرو سره سوله وکړی چی خدای په شرمونو شرمونو وشرمول او اوس هری خواته کله مسکو، کله چین او ایران ته منډی وهی او توبی وباسی چی بد مو کړی.

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x