افغانستان

د جرمني سفیر: د حکمتیار څرګندونې غندم، باید وڅېړل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د جرمني سفیر پيټر پروګل د حزب اسلامي ګوند مشر او د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار هغه څرګندونې غندلي، که په ټاکنو کې درغلي وشي، دی به بېرته د طالبانو په څېر وسله واله لاره غوره کړي.

د جرمني سفیر په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي: « زه د حکمتيار وروستۍ څرګندونې غندم، دا خبرې د ده د نوماندۍ صلاحيت ردوي او چارواکي باید دا خبرې وڅېړي.»

ګلبدين حکمتيار ويلي، چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې بايد رڼې او له درغلۍ پاکې کوي او ګواښ يې کړی، که په ټاکنو کې ټګي وشي، دی به بیرته د سوله‌ ييزو هڅو پر ځای د جګړې لاره غوره کړي.

په ټولنيزو رسنيو د جرمني د سفير څرګندونو غبرګونونه پارولي دي.

د ټولنيزو شبکو يو شمېر فعالان وايي، د ټاکنو پايلو منلو يا نه منلو په اړه د حکمتيار څرګندونې داخلي موضوع ده او په دې اړه د جرمني د سفير څرګندوې د هغو خلکو د نظر تاييد دی، چې ټاکنې د ولس په رايو نه، بلکې د امریکا او نورو هېوادونو د سفارتونو په خوښه او ميلان ترسره کيږي.

تېره ورځ د امريکا سفارت هم اندېښنه ښکاره کړې وه، چې د ټاکنو پايلو او روڼوالي په اړه دوی ته ډېر شکايتونه رسېدلي او که وضعيت د اوس په څېر همداسې روان وي، ښايي ډېر خلک د ټاکنو پایلو له منلو انکار وکړي او د افغانستان وضعيت ورسره نور هم ترينګلی شي.

د ټاکنو سيالي نن شپه دولس بجې پای ته رسيږي، تر دې وروسته هېڅ نوماند د ټاکنيزې سيالي ترسره کولو حق نه لري او د راتلونکې شنبې په ورځ د ميزان مياشتې په شپږمه په هېواد کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ماچي ويل مسټر ټرامپ لېونی دی او چپه او راسته ږغيږي، دادی د جرمني سفير هم لېونی جوت سو هههه ؟!د ده يې زموږ په کورنيو چارو څه ، دی بيا څه سر پياز يا تهه پياز دی؟!

جميل

تر امريکی وروسته د جرمنی شتون په افغانستان کی ډير دی ، داچی د امريکی سفير غلامانو ته اخطارونه ورکوی نو د جرمنی سفير هم ځانته حق ورکوی چی پريو غلام پټکه وکړی ، البانيه او سربيا به هم خپلی پټکی کوی . بل داچی د ګلبدين خبره ډيره جالبه ده جوړ سړی به ګنس کړی ، يعنی ګلبدين چی ځان کانديد کړيدی د د سره دا فکر او سوچ دی چی ټاکنی به رڼی او شفافی وی ؟ په حق سره ټولوته وايم چی ګلبدين می دومره احمق هم نه ګڼی . که څوک غواړی ووينی چی الله تعالی… نور لوستل »

طیب

یا لیونیان نہ دی دا ددوی حق دی چی چا ددوی مسیر (غلامی )منلی یی ھغہ بہ ددوی پر کرښہ ځی ھیڅ داذادی حق نہ لری —— #

غوربندي

ماته دا ټول ساختګي ښکاري
امريکايان او اروپايي موتلفين شايد ګلبدين حکمتخالي صاحب واک ته ورسوي تر څو يې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل او دوی خپل فوځونه او سګ شويان او مفکرين ورسره ټول او اشغال ته د پای ټکی کيږدي.

نور محمد

بعضې کسان خپلې سترګې پټې کړي او نه غواړي چې د ټولنې عیني واقعیتونه وويڼي. په دې ټول پوهیږو چې د بن له کنفرانس وروسته په افغانستان کې اوسنی نظام د ملګرو ملتونو(يوناما) تر حمایت لاندې رژیم دی. په دې کې نړیواله ټولنه او په دې لړ کې امریکا او جرمني هم زغرد رول لوبوی او تقریبا د ټولو لوړپوړو چارواکو تقرر او د نظام د اساسی مسئلو حل د دوی له ګډون او رضایت پرته نه کیږي. همدا کار په ډیرو هغو هیوادو کې چې یايې دولت منحل او یا ضعیف دی، عملی کیږی او ملګري ملتونه یې د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x