
يوناما: طالبان باید پر ټاکنيزو مرکزونو او رايې کاروونکو بریدونه ونه کړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د «يوناما» مشر تاداماچي يماماموتو له طالبانو غوښتي، چې پر ټاکنيزو مرکزونو او رايې کاروونکو خلکو له بریدونو ډډه وکړي.
تاداماچي ياماموتو وړمه ورځ «سه شنبه» د قطر پلازمېنې دوحه د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره له ليدو وروسته دا څرګندونې کړي دي.
تاداماچي ياماموتو وايي، که هر څوک پر ټاکنيزو مرکزونو او خلکو بریدونه وکړي، کېدای شي دا جنګي جنايت وګڼل شي او طالبان بايد له دا ډول بریدونو ډډه وکړي.
طالبانو په تېرو څو ورځو کې دوه ځله له عامو خلکو غوښتي، چې په ټاکنيزو کمپاينونو او رايې اچونې کې له ګډونه ډډه وکړي او خبرداری يې ورکړی، چې ټاکنيز مرکزونه د دوی د بریدونو هدف دي.
خو طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ورستيو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د چارو کارپوهان وايي، د افغانستان پنځوس سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده، هلته ټاکنې ناشونې دي، په پنځه ويشت سلنه خاوره کې د تاوتريخوالي او جګړو له امله ټاکنې له ګواښ سره مخ دي او يوازې په پنځه ويشت سلنه خاوره کې ټاکنې شوې دي، خو دا ډول ټاکنې به مشروعيت ونه لري.
اوس، چې ټاکنو ته يوازې درې ورځې پاتې دي، په افغانستان کې د امریکا سفارت هم د ټاکنو په روڼوالي او امنيت اندېښنه ښکاره کړې او وايي، که وضعيت همداسې وي، د امنيتي ګواښونو سربېره د ټاکنو پایلې منل به هم ستونزمن وي او کېدای شي ډېر نوماندان يې ونه مني.
پہ غوږ کی درتہ ویلی دی
کله چی اوس یو شخص یا کورنی ځی یو کاندید ته رایه اچوی نو د هغه ګناه او ثواب یی خپل شخصی دی مګر د دوی په مرګ تهدیدول دا معنا ورکوی چی څه پاکستان وایی او طالبان وایی باید افغان ولس همغه ومنی، سوال دلته پیدا کیږی چی جمهوریت ځینی طالب چارواکی چی کابل کی اوسیږی منلی او له اشرف غنی یی ملاتړ کړی آيا دوی کافر شول، کله چی د تاسی مخکینی مشران د موقف او قدرت لپاره له دولت جوړونی ټیم سره یوځای کیږی هیڅ مشکل نشته او بل مو مخکینی امر باالمعروف غړی له عبدالله څخه… نور لوستل »
نوری صاحب!
واقعیتونه دی بیان کری ددازینو بی علمه اوبی خبره خلگو منفی رایی مهمی نه دی پر گوتو او قلم دی برکت شه. چی جمیل مجاهد غوربندی در خبر نشی زکه پاکستان دی غندلی دوی د پاکستان په اوریدو توره تبه نیسی د عقل سترگی یی رندی شی.
د اسلام او د هيواد دښمنان اوس افغانان ډير ښه پيژندلی او دا ورته وايی چی د سپی په خوله رود نه مرداريږی .
جمیل ته: لږ شرم پکار ده. طالبانو د خپل ولس په وژلو پسی پښی لوڅی کړی او ته د هغوی کړو ته جهاد وایی. وطن ورانول، خلک وژل، انتحار په ښارونو کی، د خلکو ممانعت رای ورکولو کی دا سو جهاد. امریکایانو سره سوله کوو خو له خلکو او حکومت سره یی نکوو. لعنت مو شه پر داسی جهاد.
اجمل خانه ! زما يوه هم مه منی ، خو دا ومنی چی د پيرزوينی درته وايم چی : د خدای رويته وګوری د قرانکريم پر هغو مبارکو ايتونو او د نبی مبارک پر هغو حديثونو چی د کفارو ، د منافقينو او د هغو د خواخوږو په هکله او د هغو سره د دوستی کوونکو په هکله راغلی يوڅه غور وکړی ، همدارنګه څه چی د مجاهد ، دجهاد سره د مرسته کوونکو او د هغو د خواخوږو په هکله راغلی ولولی او غور او فکر پکښی وکړی ، الله تعالی به مو هدايت کړی ان شاءالله تعالی ،… نور لوستل »
زینی انسانان همدا صفت وی چی کله دلیل نه لری بیا شکنزل کوی، واه هلکه شکنزل ولی کوی خو په دلیل او شرعی استناد خبره رد یا قبوله کره، ته عقده ولی اخلی. واضح ولیکه چی فلانکیه په دی اروند ستا نظر سه دی نو شکنزل ولی؟؟ جمیل! ایا د اسلام هدایات همدا دی؟ ایا دین تاته ددی اجازه درکوی؟؟ الله دی هوشیار کره.
جمیل، غوربندی، بیانزی او مجاهد ته: مونږه خپلی خبری دلته نشر ته سپارو د نن ټکی آسیا د کور آباد وی چی ستاسو او زما غوندی خراب سړی لیکنی خپره وی، الله د نوره هم حوصله ورکړی چی زمونږ د خبرو بر داشت وکړی او خپل بی طرفانه حیثت نور هم غښتلی او حفظ وساتی. خبری به کوو خو دا به پکی نوی چی ته کافر یی او زه مسلمان یم، ته غلام یی زه مجاهد یم. زما او ستا په قصه کی په والله که یا حکومت وی او یا هم د قطر خیټه ور ملایان. مونږه غریب بیچاره… نور لوستل »